هر وګړۍ د جلا فکر خاوند دی او ټول پر دې فکر کوي چې څنګه د يوې لارې په راخپلولو سوکاله او ښېرازه ژوند ولري . همدا معیار د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې دود دی . ځينې وګړي پر دې فکر کوي چې د ټولو وګړو په راخپلولو خپلې ګټې خوندي کړي ، هېڅوک له لاسه ورنه کړي او هېڅوک خپه نه شي . خو دا فکر ستر زغم ته اړتيا لري او تر دې چې ځاينیول يې ناشوني ښکاري. همدې لارې لارويان ، په يوه ټولنيزه موضوع کې غوڅ دريځ نه لري او نه غواړي چې غوڅ دريځ ولري ، ځکه که يو اړخ ورته سم هم ښکاره شي ؛ د بل اړخ د خپګان له امله ډارېږي او خپل فکر څرګندولای نه شي . دا وګړي او دا فکر زموږ ټولنې ته د منلو نه دي .
ځينې وګړي بیا داسې دي چې د پورتنيو یادو وګړو پر وړاندې پيښ دي . دوی په يوه ټولنيزه موضوع کې پرېکنده او غوڅ فکر لري او له څرګنداوي يې هم نه ډارېږي . دا وګړي ځکه سم بولو چې د خپل فکر له سموالي ډاډه او زړور دي ، خو په ټولو مواردو کې ښايي عدالت هېڅکله هېر نه شي .
د هېواد تکړه او ښايسته سندرغاړې ښاپيرۍ ( نغمه ) هغه افغانه ده چې که له يو خوا پخپل خواږه غږ د سندور او شعرونو له لارې خپل هېوادوال ، سولې ، مينې او سمون ته رابولي ، بلخوا په عملي ، ناسندریز او عادي ژوند کې هم د افغانیت عنصر ژوندی ساتي .
که د ښاپيرۍ سندریز ژوند تر کتنې لاندې نیسو ، ويلای شو چې په افغان سندرغاړو کې ، تر هرچا ډېر يې د خپل هېواد او هېوادوالو په درد ژړلي او په دې برخه کې تر ټولو ډېرې سندرې لري . دا هم سمه ده چې د دې سندرو ، شاعر او ټاکنه به د بل وه ، خو د ښاپيرۍ کوډې او ځای پکې ، ځکه د هېرولو نه دی چې غږ او لوړ احساس د دې وو چې د شعر د طبیعت سره سم يې ځان عیار کړی دی .
کله چې په هېواد او هېوادوالو ستر ناورینونه راغلي ، ښاپيرۍ ورسره منډې وهلي چې و يې ژغوري . هغه وخت چې په هېواد کې خپلمنځي جګړې ونښتې او ناورين وروستۍ کچې ته ورسيد ، ښاپيرۍ هم ورنځېدله او ترپخوا يې ډېر خپلې سندرې په هېوادنيو پيښو وڅرخولې او خپله مرسته يې له خپلو وګړو ونه سپموله . که څه هم په دې برخه کې راته د استاد منګل هېرول ښه نه برېښي ، خو ښاپيرۍ ترې مخکې وه ، ځکه په جلاتوب کې يې هم خپله د ملتپالنې لار وڅارله او پرې يې نه ښوده .
که څه هم د ژوند د بوختياوو له کبله ، د ښاپيرۍ ( نغمې ) له کوډګر غږ او سندرو لرې یم ، خو هغه د ( جنګ د خدای لپاره بس کړئ ، يتيمان کونډې فریاد کړي ) سوله ييزه سندره مې ، په دې جګړه ييز حالت کې تل په فکر ګرځي ، په دې ډول په سلګونو داسې سندرې شته چې نغمې ته وياړ وربښي .
ما وړاندې وويل چې نغمه نه يواځې دا چې په سندریز ډګر کې د هېوادوالو په چوپړ کې ده ، بلکې په نورو چوپړيزو برخو کې يې هم د خپلو وګړو چوپړ ته رادانګلي چې يو يې هم د خپلمنځي جګړو پروخت ، په ننګرهار ولايت کې میشتو کورنيو کډوالو ته د مرستو رسول او نور دي . دا هغه وخت وو چې ډېر نور زموږ د هېوادوالو په لوټ او چور بوخت وو ، خو ښاپيرۍ خپل کار کوه .
د پورتنیو چوپړونو ترڅنګ ، ښاغلې او ښکلې ښاپيرۍ ( نغمه ) هغه سندرغاړې ده چې په کور او بهر کې يې تل خپل افغاني هويت ساتلی او خپلې افغاني جامې اغوندي ، ما يې لا تر اوسه پر ځان داسې جامې ليدلې نه دي چې لږ تر لږه د سيمه ييز ګډ فرهنګ برخه نه وي ، بلکې تل پښتني او افغاني جامې اغوندي . د نورو په څېر يې خپل فرهنګ له لاسه ورکړی نه دی . د دې ترڅنګ تل په افغانه ژبه ، د افغاني احساس په اډانه کې ګړېږي .
په نړۍ کې نږدې ټول وګړي همداسې ژوند کوي ، په دې مانا چې د خپل چاپیریال ، ټولنې او هېواد ، لږ تر لږه د يوه اړخ ښکارندوی او استازي دي . که دټولو اړخونو راخپلول ورته ګران وي ، نو د يوه ځواک خو لري . ملت په اوسنۍ نړۍ کې ټول وګړي پالي ، هغوی چې يې نه پالي ، در په در خاورې په سر دي . زموږ په ټولنه کې هم د ملتپالنې له کمزورتیا سره ، هاغسې شولو چې ټول يې ګورو .
د ښاپيرۍ ( نغمې ) دې فکر او احساس ته په درناوي ، ټولو افغانانو ته په کار ده چې په دې لاره سم شي او د خپل هېواد او هېوادوالو د چوپړ لپاره مټې رابډ وهي . که ښوونکی دی ، که کرګر دی ، که وزیر او ولسمشر .
دا لیکنه په ټول افغانستان اوونیزه کې خپره شوې ده