ملتپاله ښاپېرۍ

هر وګړی د جلا فکر خاوند دی او ټول پر دې فکر کوي چې څنګه د يوې لارې په راخپلولو سوکاله او ښېرازه ژوند ولري . همدا معیار د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې دود دی. ځينې وګړي پر دې فکر کوي چې د ټولو وګړو په راخپلولو خپلې ګټې خوندي کړي، هېڅوک له لاسه ورنه کړي او هېڅوک خپه نه شي. خو دا فکر ستر زغم ته اړتيا لري او تر دې چې ځاينیول يې ناشوني ښکاري . د همدې لارې لارويان، په يوه ټولنيزه موضوع کې غوڅ دريځ نه لري او نه غواړي چې غوڅ دريځ ولري ، ځکه که يو اړخ ورته سم هم ښکاره شي ؛ د بل اړخ د خپګان له امله ډارېږي او خپل فکر څرګندولای نه شي . دا وګړي او دا فکر زموږ ټولنې ته د منلو نه دي .

ځينې وګړي بیا داسې دي چې د پورتنيو یادو وګړو پر وړاندې پيښ دي . دوی په يوه ټولنيزه موضوع کې پرېکنده او غوڅ فکر لري او له څرګنداوي يې هم نه ډارېږي . دا وګړي ځکه سم بولو چې د خپل فکر له سموالي ډاډه او زړور دي ، خو په ټولو مواردو کې ښايي عدالت هېڅکله هېر نه شي .

د هېواد تکړه او ښايسته سندرغاړې ښاپيرۍ ( نغمه ) هغه افغانه ده چې که له يو خوا پخپل خواږه غږ د سندور او شعرونو له لارې خپل هېوادوال ، سولې ، مينې او سمون ته رابولي ، بلخوا په عملي ، ناسندریز او عادي ژوند کې هم د افغانیت عنصر ژوندی ساتي .

که د ښاپيرۍ سندریز ژوند تر کتنې لاندې نیسو ، ويلای شو چې په افغان سندرغاړو کې ، تر هرچا ډېر يې د خپل هېواد او هېوادوالو په درد ژړلي او په دې برخه کې تر ټولو ډېرې سندرې لري . دا هم سمه ده چې د دې سندرو ، شاعر او ټاکنه به د بل وه ، خو د ښاپيرۍ کوډې او ځای پکې ، ځکه د هېرولو نه دی چې غږ او لوړ احساس د دې وو چې د شعر د طبیعت سره سم يې ځان عیار کړی دی .

کله چې په هېواد او هېوادوالو ستر ناورینونه راغلي ، ښاپيرۍ ورسره منډې وهلي چې و يې ژغوري . هغه وخت چې په هېواد کې خپلمنځي جګړې ونښتې او ناورين وروستۍ کچې ته ورسيد ، ښاپيرۍ هم ورنځېدله او ترپخوا يې ډېر خپلې سندرې په هېوادنيو پيښو وڅرخولې او خپله مرسته يې له خپلو وګړو ونه سپموله . که څه هم په دې برخه کې راته د استاد منګل هېرول ښه نه برېښي ، خو ښاپيرۍ ترې مخکې وه ، ځکه په جلاتوب کې يې هم خپله د ملتپالنې لار وڅارله او پرې يې نه ښوده .

که څه هم د ژوند د بوختياوو له کبله ، د ښاپيرۍ ( نغمې ) له کوډګر غږ او سندرو لرې یم ، خو هغه د ( جنګ د خدای لپاره بس کړئ ، يتيمان کونډې فریاد کړي ) سوله ييزه سندره مې ، په دې جګړه ييز حالت کې تل په فکر ګرځي ، په دې ډول په سلګونو داسې سندرې شته چې نغمې ته وياړ وربښي .

ما وړاندې وويل چې نغمه نه يواځې دا چې په سندریز ډګر کې د هېوادوالو په چوپړ کې ده ، بلکې په نورو چوپړيزو برخو کې يې هم د خپلو وګړو چوپړ ته رادانګلي چې يو يې هم د خپلمنځي جګړو پروخت ، په ننګرهار ولايت کې میشتو کورنيو کډوالو ته د مرستو رسول او نور دي . دا هغه وخت وو چې ډېر نور زموږ د هېوادوالو په لوټ او چور بوخت وو ، خو ښاپيرۍ خپل کار کوه .

د پورتنیو چوپړونو ترڅنګ ، ښاغلې او ښکلې ښاپيرۍ ( نغمه ) هغه سندرغاړې ده چې په کور او بهر کې يې تل خپل افغاني هويت ساتلی او خپلې افغاني جامې اغوندي ، ما يې لا تر اوسه پر ځان داسې جامې ليدلې نه دي چې لږ تر لږه د سيمه ييز ګډ فرهنګ برخه نه وي ، بلکې تل پښتني او افغاني جامې اغوندي . د نورو په څېر يې خپل فرهنګ له لاسه ورکړی نه دی . د دې ترڅنګ تل په افغانه ژبه ، د افغاني احساس په اډانه کې ګړېږي .

په نړۍ کې نږدې ټول وګړي همداسې ژوند کوي ، په دې مانا چې د خپل چاپیریال ، ټولنې او هېواد ، لږ تر لږه د يوه اړخ ښکارندوی او استازي دي . که دټولو اړخونو راخپلول ورته ګران وي ، نو د يوه ځواک خو لري . ملت په اوسنۍ نړۍ کې ټول وګړي پالي ، هغوی چې يې نه پالي ، در په در خاورې په سر دي . زموږ په ټولنه کې هم د ملتپالنې له کمزورتیا سره ، هاغسې شولو چې ټول يې ګورو .

د ښاپيرۍ ( نغمې ) دې فکر او احساس ته په درناوي ، ټولو افغانانو ته په کار ده چې په دې لاره سم شي او د خپل هېواد او هېوادوالو د چوپړ لپاره مټې رابډ وهي . که ښوونکی دی ، که کرګر دی ، که وزیر او ولسمشر .

5 thoughts on “ملتپاله ښاپيرۍ/ متين لغمانی”
  1. متین صاحب هیله ده چې داغلې نغمې شا پیری په توصیف کې مبالغه نه وې در څخه شوې. ځکه چې داغلې نغمه جانې کورنۍ هم اصلا دلغمان ده

  2. متین صاحب زما په اند دعبد الله مقرې سندرې دګران هیواد په زړه بوږنونکو اوویرجنو کلونو کښې هم دقدر وړبولم او دملت ترجمنې یې په سندرو کښې تر هیچا پا ته بولم. دا چې اغلې نغمه ښا پیرۍ میرمن او ښه ممتا زجذاب رنګ ، قدوقا مت لرې دا بیله خبره ده. خو دواړه دیوه بڼ ګران افغانستان ګلونه دې دنورو هیواد پالو افغانانو سره دې خو شاله ژوند په بر خه وې

  3. حکمت خانه، زه فکر کوم په تبصره کښی د ناسونالیستۍ کوم احساس نه کیږي، مطلب او ارزښت یی د احساس د یادونې دی

  4. متین لغمانی صاحب !
    ستاسی ښایسته لیکنه می دیره خوښه شوه ، رښتیا هم د نور زیاتو هنر مندانو په شان نغمه هم د ګران افغانستان په درد ژړیدلی ده هم یی خپلی ژبی ته زیات کار کړی او هم یی خپل کلتور ته په داسی هنر مندانو ټول هیوادوال فخر کوی الله(ج) د یی تر دیره ژوندی لری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *