د عدم تشدد فلسفې مبارز مهاتماګاندي او فيلسوف  رابيندرانات ټاګور د “ملت” او “بشريت” په اړه  دا بحث د ١٩١٥ لمريز کال د مارچ په ٢مه نېټه  په شانټي نېکټن کې هغه مهال شوی کله چې ګاندي د شپږو ورځو لپاره د ټاګور لخوا مېلمه شوى و. په بحث کې بل مهم ټګى د فکري اختلاف او سليقې سربېره د انتقاد فرهنګ د اصل رعايت دى.

    د دواړو دا بحث (راج موهن ګاندي) ليکلى او په هندي مجله( انډين پرايوټ) کې خپور شوى دى چې پښتو ژباړه يې د شاعر او ليکوال جاويد فرهاد د اقتباس پر بنسټ وړاندې کوم. رحماني

      ګاندي: د هند د خپلواکۍ مفکورې او ټوليزو ارزښتونو ته د رسېدو يواځينۍ لار د ملي ګرايي يا ملت پالنې فکر دى. ملت پالنه په هند کې د ولسي ټوليز ګډون د بنسټ لومړۍ ډبره ده چې د ازادۍ او ټوليزو ارزښتونو تر لاسه کولو لپاره اېښودل شوې ده، ځکه چې د هند ازادي د خلکو د ډله ييز کار او مبارزې محصول ګڼل کېږي. د ملتپاله او ولسي سياست لومړنۍ لاسته راړونه د خبرو اترو، تفاهم، صميميت او ورورۍ  لپاره زمينه مساعدول دي.

ګاندي او ټاګور
ګاندي او ټاګور

  د هند د خلکو ازادي غوښتونکي خوځښتونه د ملت پر تفکر ولاړ دي. هند تر ټولو وړاندې (ځان ستنېدنې) ته اړ دى، دا ستنېدنه او په خودي ارزښتونو تکيه کول، د ملتپانې له مفهوم او ملت کېدو سره پيل شوي او بايد له دې مسئلې نه د درک انګيزه پراخه شي.

 د استعمار پر وړاندې د عدم تشدد سياست د مبارزې پيل هم  له ټوليزو ارزښتونو( ازادي) نه د ملت د درک محصول دى.

   ځان ته ستنېدل او پر خپلو ظرفيتونو بسياينه د ملت له مفهوم سره ژورې اړيکې لري. که چېرته هند ټوليزو ارزښتونو او د ملت ټوليز ځواک ته ژمن نه وي، زموږ ازادي به بنسټيزه نه شي. موږ هغه وخت کولى شو چې هند يو متعالي کچې ته لوړ کړو چې د ملت جوړښتي روشونه يو لاس او يو موټى کړو.

       ملتپالنه  استعمار ته معقول ځواب دى. د هلند ملت يو ويښ، پوه او بې تبعيضه ملت دى. د ازادي لپاره زموږ مبارزه د عدم تشدد او انسان سره د مينې له فلسفې پيل شوې او محور يې له ملت پرته بل څه نه دي. ملت زما تر ټولو غوره پناه ځاى دى.

2ټاګور: ګاندي صاحب ته له خپل ټول درناوي سره بايد ووايم چې د هغه په څېر زما پناه ځاى (ملت) نه بلکې (بشريت ) دى، بشريت د ټولې هستۍ مجموعه ده، يواځې پر ملي فکر درېدل، د يوه نړيوال انسان په توګه زموږ اړتياوې نه پوره کوي، اوسنى بشريت د يوې ګډې ټولګې په توګه، ټوليزې اړتياوې، دردونه او ستونزې لري.

    بنسټپاله ملتپالنه هېڅکله نه شي کولى چې نړيوالې اړتيا ته ځواب ورکړي. واقعي مباره بايد له معنوي مبارزې سره يو ځاى قدم واخلي او موخه يې هم له افراطي ملتپانې د انسان ازادي وي.

     کله چې د ملتپالنې له مقولې چې ښاغلى ګاندي صاحب ورته اشاره کوي، سم درک موجود نه وي، فکر کوم چې د ملت فکر او ملتپاله تمايلات يو انتزاعي تصور دى او له استعمار ځپلي پرته کوم بل مفهوم نه رسوي.

    ځکه چې استعمار د ملت او ملتپانې له مفهوم نه ناسم درک ته په پام سره د تسلط غوښتنې او استعمار ټولې غير مجاز عمليې د ملتپالنې او ملت کېدنې تفکر په بڼه کې نغاړي او وروسته په همدې بهانه د ملي ارزښتونو د ساتنې او پراختيا تر نوم لاندې هغه په مستعمره هېوادونو او د دوى اړوندو پوځي افرادو پر مفکورو لوبوي او خپلو يرغلګرو کړنو ته ملي توجيه ورکوي.

     يو بل د تامل وړ ټکى چې د ګاندي په توضېحاتو کې شته، خپلو ظرفيتونو ته د هند د ستنېدو مقولې ته د هند اړتيا ده. د “ځان ته ستنېدل” مانا په خپل قشر کې ننوتل نه دي، هند يو بېوزلى، مصيبت ځپلى او محروم هېواد دى، کله چېرته د ګاندي صيب د ستنېدنې پر مقوله عمل وکړو، زموږ اوسني ظرفيتونه ددې تشکيل له يوې برخې بل څه نه دي.

     بلخوا د ستنېدو پر بنسټ په ملي تفکر کې له حده زيات او افراطي ور ننوتل هم په يوه ډول د تمدن پر وړاندې چې د هند د خلکو يوه بنسټيزه اړتيا ده، تعصب دى.  هندي انسان ټوليزې سوکالۍ ته د رسېدو لپاره د غرب تمدن او صنعت ته اړتيا لري. په دې برخه کې يواځې (څرخ) زموږ غوښتنې نه شي پوره کولى. کېناستل، سکوت او په ځان پسې دروازه تړل، د هندي انسان درد نه شي دوا کولى.

   يو هندي دې ته اړتيا لري چې و روزل شي او بېلابېلې غوښتنې يې پوره شي. هندي بايد له بهر نه د خپلو اړتياوو او ازاديو د تر لاسه کولو لپاره محدوديتونه ونه لري.

   رېښتني ازادي هغه مهال تر لاسه کېږي چې موږ بنسټپال ملي تفکر د اعمالو د روش نه د يوه نړيوال انسان په توګه ډډه وکړي او له ملت نه په معنوي ليد او کره پوهې سره سم او له تعصب نه لرې درک ولرو.

   که چېرته ګاندي صاحب له دې نه زيات د ملت او افراطي ملتپالنې پرمسئله ټينګار وکړي، فکر کوم چې دا ټينګار ګڼې نورې ستونزې هم را پيدا کوي. د بېلګې په ډول د ديني مسايلو له لحاظه خداى پاک د هستۍ مجموعې ته چې جماد، نبات او حيوان په کې شامل دي، د يوه کُل د مجموعې په نوم ګوري.

    زموږ خداى، د ټولې هستي او بشريت خداى دى. له بشريت سره د خداى اړيکه يو اړخيزه او جزوي اړيکه نه ده، زموږ خداى د هستي او نيستي خالق دى، له دې اړخه يواځې د هند ملت خداى ته اړتيا نه لري، بلکې ټول بشريت خداى ته اړ  دى، ځکه چې هستي او بشريت دواړه د خداى دي.

   ددې چارې په استناد که چېرته ګاندي د ملي والي نظريه د بشريت له نظريې نه اوچته بولي، نو په حقيقت کې يې د خداى ج د ارادې خلاف عمل کړى، ځکه چې خداى ج يواځې د هند له خلکو سره نه، بلکې له ټول بشريت سره مينه لري.

    ګاندي: د شاعر په دې څرګندونو کې مې عجيبه ټکو ته پام شو. تر يو ځايه د شاعر له دې ټينګار سره موافق يم چې د ملت او ملتپانې د مقولې د درک په برخه کې بايد خلکو ته د ښوونې او روزنې زمينه مساعده شي، خو بايد ووايم چې د شاعر له پرلپسې يادونې وروسته به هم له ما سره د(څرخ)[ پر کورنيو امکاناتو د تکيې له لارې صنعتي کېدل] ارزښت په خپله لومړۍ بڼه پاتې وي.

    ځان ته د ستنېدنې او ځاني ظرفيتونو ته پاملرنه هېڅکله هم د غرب د پرمختللي تمدن او صنعت پر وړاندې تعصب نه دى. ددې موخه هندي صنعتي شتو او امکاناتو ته پاملرنه ده، موږ بايد د غربي صادراتي يرغل پر وړاندې د يوه مصرف کوونکي هېواد د ممثل په توګه پاتې نه شو.

   موږ بايد په خپل ځان کې ظرفيت پيدا کړو چې که چېرته موږ د نورو د توکو معقول لګښت ته اړتيا لرو، نور هم د مهمو صادراتي هېوادونو په توګه اړتيا ته په پام سره  زموږ  پر وړاندې  مصرف کوونکي وي.

   په هند کې له زماني اړخه هغه مهال سياسي او اقتصادي تعادل رامنځته کېدلى شي چې د مصرفي معاملو په بازار کې يواځې د مصرف کوونکي په توګه شتون ونه لرو.  زه له شاعر سره په دې کې هم نظره يم چې وايي هند يو بېوزلى، مصيبت ځپلى او محروم هېواد دى، سره ددې چې دا مسئله يو رېښيتنى ليد يا نظر دى، خو په خپلې ټولې خاکسارۍ سره بايد ووايم چې دا اخيستنه د هندي ټولنې څخه يوه صوري(ظاهري) اخيستنه او نظر دى.

   هند له بهرني اړخه  بېوزلۍ ځپلى او محروم دى، خو له دروني اړخه شتمن دى، زه په دې ټينګار کوم چې هنديان دې د ملي خصوصيت مسئلې او ملتپال سياست تکيې سره دا نغښتې شتمني را وباسي او يواځې په پټو سترګو او غوږونو دې د نورو د توکو کاروونکي نه وي.

 ځان ته ستنېدل خپله په کره ډول سره ددې شتمنۍ د وېستلو لپاره يوه بلنه ده، د ملت مانا او پر ملي والي ټينګار په هېڅ ډول د غرب د مخ پر ودې بهيرونو سره د دښمنۍ مانا نه لري، زموږ هميشنۍ هڅه داده چې هند د يوې ځواکمنې صنعتي ټولنه په توګه د نړۍ تر څنګ خپل هويت ولري.

   ټاګور: مهاتما پر دوو ټکو سخت ټينګار کوي چې يو د ملت او ملي پالنې بحث دى او دويم هم ځان ته ستنېدو مسئله ده چې زه د هندي ټولنې له ليد لوري ددې دواړو په تحليل او درک کې له شک سره مخ يم.

    هند تر هر څه وړاندې ددې دوو مقولو په اړه پوهاوي ته اړتيا لري، له دواړو نه يو څرګند تعريف او درک د خلکو لپاره يو عمده او مهم اصل دى، ګاندي صاحب بايد په دا مسئله هم درک کړي چې دا دواړه مقولې د وخت په تېرېدو سره خلک ورو ورو داسې حد ته رسوي چې د غربي ټولنو د تمدن او پرمختګونو پر وړاندې چې د هند د خلکو اړتيا ده؛ متعصب شي.

   که چېرته د يوه هندي وګړي لپاره د ملت مسئلې او (ځان ته ستنېدنې) مقولې په اړه سم درک شتون ونه لري، نو هغه فکر کوي چې هند ياني ټوله نړۍ او د هند ملت، ياني ددې نړۍ واکمن. دا په حقيقت کې همغه استعماري فکر دى چې ګاندي يې پر وړاندې مبارزه کوي.

    ګاندي:  زه د شاعر اشارې درک کوم او ورته ځير شوى يم. د ملت او ځان ته ستنېدنې مفاهيمو ته د خلکو سم درک بايد پر روزنه او پوهاوي ولاړ وي. زموږ درک د شاعر د تصور خلاف پر نژادي او قبيلوي برترۍ ولاړ نه دى.

 د ملت له مقولې نه زموږ موخه  په هند کې د ټولو اديانو، مذاهبو، قومونو او نژادونو پر يو والي او يو موټى کېدو ولاړه ده. د هند خلک تر هر څه وړاندې محبت او صداقت ته اړتيا لري.

د “ټولنيزعدالت” تامين او يو د بل پر وړاندې د خلکو “مساوي حقوق”، هغه دوه عناصر دي چې ملت او ځاني ظرفيتونو ته د پاملرنې لپاره د هغوى په رابللو کې خورا اغېز درلودلى شي.


د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *