هیواد! دا هیواد! پرمختللی هیواد! وروسته پاتې هیواد! سولیز هیواد! زموږ هیواد!!
همدغه کلمه ده، چې د ژوند په رسمي او غیر رسمي خبرو اترو کې ډيره اوریدل کیږي، ډیره خوږه او ارزښناکه کلمه ده.
زموږ هیواد افغانستان دی!
هر هغه ملت چې خپل دولت ولري او ټاکل شوي ځمکه یې اشغال کړي وي؛ دغې ځمکې ته هیواد وايي. زه او ته(افغان) هم یو ملت یو او د افغانستان په نوم د یوه هیواد ځمکه لرو، دولت لرو، خو زما او ستا د ځمکې واقعیتونه د نورو سره توپیر لري. سره له دې ، چې افغان ملت هم د نړۍ یوه برخه ده او ټولو انساني ښېګڼو د لرلو حق لري، بیا هم افغان ملت د نړۍ له نورو ملتونو سره توپیر لري؛ توپیر یې په دې کې دی، چې د نړۍ نور ملتونه د هر ډول انساني ارزښتونو څخه برخمن دي خو زما او ستا ملت ډیرې انساني اړتیاوې؛ چې په خاصیت کې د بشر بنیادي حقوق بلل کیږي، نه لري.
خوندیتوب هغه حالت دی، چې خطر او ژوبلیدنه نه لري، زما او ستا ملت د ناخوندیتوب له امله د ویر پر لمانځلو ستړی شوی. سوله، چې د ارامش، اسوده ګۍ، راحتۍ، دوستۍ او همغړیتوب حالت دی؛ نه لري، نو په داسې حال کې به ولې له ژونده شکایت نه کوو. سره له دې، چې افغان ملت له بېلابېلو تاوتریخوالي سره مخ دی؛ فقر، صحي خدمتونو نشتوالي، د برېښنا او سړکونو نشتوالي له امله هم زوریږي. د شلمې پېړۍ د دریمې لسیزې په پای کې یو ولسمشر خپل ملت ته داسې وایي: “هر هغه ملت چې، خپل هیواد ویجاړوي؛ ځان ویجاړوي”، نوګرانو هیوادوالو لازمه ده، چې د هر ډول تبعیض پرته په بشپړ همغږۍ او اخلاص د یوه قوي ملت د لرلو لپاره لویو بریالیتوبونو لاسته راوړلو ته لومړیتوب ورکړو، سخت کار وکړو او د شته ننګونو مخه ونیسو.
په دې پوهیږو، چې د نړۍ ملتونه ډير وړاندې تللي، ځکه چې تر ټولو د مخه یې په یوه غږ او هوډ د هر ډول سمتي، قومي، ژبني او نژادي تعصوباتو ته شا کړي او انساني ارزښتونو د پاللو لپاره د ټولنیز مسولیت ترسره کولو پر بنسټ سخت او لوړ کارونه کوي، تر هر څه د مخه ټولنیز مسولیت پېژندل او ترسره کول د یوه قوي ملت، چې هر اړخیز حقوق یې په برخه وي؛ د جوړولو ډاډ ورکوي. ټولنیز مسولیت د یوه فرد او بنسټ هغه مکلفیت دی، چې په بشپړ رضایت سره داسې کړنې ترسره کوي، چې له مخې یې انساني اسوده ګي خوندي او پیاوړي کیږي او ستر بریالیتوبونه لاس ته راځي.
د معیاري دولت شتون لازمي دی، ترڅو د لوی بریالتوب لپاره اغیزمن ګامونه واخیستی شي؛ لوی بریالیتوب د آزادۍ، خوندیتوب ، قانون حاکمیت، د ښوونې او روزنې پٍیاوړي سیستمونو، بشري حقونو تامین، ټولنیز عدالت، د لرغوني دودونو او دستورونو د ساتنې، په نړۍ کې د ښه شهرت لرلو او داسې نورو اړخونو لرونکی وي. داسې اخلاقي سیستمونه اړین دي، چې د انساني خوشالیو په موخه لوړې ښېګڼې لټوي او له مخې یې بشر ته د خوند اخیستلو حالت رامنځ ته کیږي.
د هرملت لپاره خپلواکي تر ټولو اړين ارزښت دی او هغه حالت دی، چې له مخې یې انسانان د خپلې خوښې سره سم پرته د هیڅ ډول فشار د ژوندکولو پریکړې کوي او ټاکنې کوي؛ نو افغان ملت دې هم د خپلواکۍ ارزښت وپالي او هڅه دې وکړي، چې نړۍ ته داسې کړنې ثابیتې کړي ترڅو د ځمکې پرمخ ټول عالم ته خیردرلودونکي وي.افغان ملت غواړي، چې خپل لرغونی دود او دستور؛ چې د ملت وګړو ته د خپلو پلارونو او نیکونو څخه ګام په ګام راپاتې شوي کړنې دي، دغه ارزښت هم وپالي.
۱۳۹۴ حمل ۲۸