هغوى ته چې په ټولنه کې د محبوبيت، اعتبار خاوندان دي او ځانونه واقعي مبارزين بولي: تاسو هر يو مدني فعال، ازاد ژورنالېستان، قومي مشران، د پوهنتون استادان، او په ټوله کې مالګې اوبه اشخاصو، کولاى شى چې د خپل ولايت، ولسوالۍ، کلي ځوان خوشباوره نسل په تدريجي ډول د يوه منظم پلان له مخې د بحران او فکري معيوبيت نه وژغورى او د سمو، ملي، د ولس په خير اشخاصو د ملاتړ لپاره يې سوق کړى، ذکر شويو مخاطبو او په ټوله کې رون انديو دا اسانه موارد چې لاندې ذکر پيدا کوي په تسلۍ سره پر مخ وړاى شى:
1: تاسو د خپل ولايت هغه اشخاص ښه پيژنى کوم چې افغان ولس ته تور نيت لري او شخصي ګټې، د باندنيو استخباراتي دندې، د معدن غله، د باج او کريډيټ اخيسو تږي، په ملي نوامسو سودا او دې ته ورته نور مضر کارونه تر سره کوي؛ په ښکاره او پټه د ځوان کهول په اذهانو کې يې د شومو اهدافو اضرار پيچکاري کړئ او د هرې ممکنې لارې چې کيږي له ملاتړه يې راوګرځوئ.
2: هغوى خو هم پيژنى څوک چې قومي، ټبري، نژادي سياست د برخيليک ټاکونکيو وختو وسله ګڼي، دوى تل د نجيب زاده ګانو، مخينې او د لوى کور په نوم د غريب حق خوړلى، ځان ته يې د نجات په پار د مشخصو کسانو داسې ډلګۍ جوړې چې يوازې د دوى چارو ته مثبت پوښښ ورکړي او د مسولو ادارو په سترګو کې خاورې واچوي، د حقه حقوقو مبارزينو تاسو په شکل د اشکالو ددې تواني لرى چې دا ډول خلک رسوا کړى، د تورې څرې يې سپين څادر لرې کړى، مسوليت مو جوړيږي چې مخه يې ونيسئ او خپل وجدان ته قناعت ورکړى.
3: په مهمو وختو(ټاکنو، د يو چا د تغير او تبديل، د ولسمشر ولايتي سفر، د پروژو افتتاح، ځانګړيو مراسمو، ملي ورځو) کې داسې رول ادا کوئ چې ميدان څوک درنه ونه ګټي، د وخت څخه په استفادې حقايق ووايئ، تاسو واقعي مبارزينو ته!
ستاسو هدف واقعي مبارزه ده، واقعي مبارزين د زندان تګ د خپلې کاميابۍ اولين حد بولي، د چټلو اشخاصو توهينول د خپل شخصيت پخول او د محبوبيت څخه د برخمن کيدو اصل بولي، حتا د مغرورو او مفسدو چارواکو په وړاندې فزيکي برخورد د خپل شهامت وروستى حد بولي نو تاسو به حتمآ پورته موارد په نظر کې نيسئ او که دا کار نه شى کولاى تاسو مبارزين نه بلکې د مبارزينو تمثيل کوى ځکه خو شاعر وايي چې: د ګريوان څيرل منزل نه دى مجنونه لا په لار کې ډير د مينې مقامات شته.
4: تاريخ د داسې مثالو ډک دى چې هر يو يې زموږ د روحيې په مستحکم والي کې رغنده ونډه اخلي هغه که د جابرو نظامو پر وړاندې سپيڅلى بغاوت دى، که د بې عدالتۍ پر وړاندې چيغه ده او که د اقتصادي فقر په وړاندې ګډ اشر دى، همدې ته ورته په لسګونو نور مثالونه د تاريخ په حافظه کې ثبت دي، موږ او تاسې چې د شته مشکلاتو په اړه بحث کوو دا په ټينګار وايو چې نړيوال استخبارات، داخلي غدار، د افغانستان ستراتيژيک موقعيت، سرحدونه، اوبه او نور زموږ د بدبختۍ اصلي لاملونه دي نو ايا دا شيان پخې ارادې، مسلکيتوب، د مرکزي نظام شتون، ځيرکتيا ته اړتيا نه لري؟ دنده يې بايد وبولو چې د درى ګونو قواوو په جوړيدو کې داسې استادانه مداخله وکړو چې د وطنمشر مو د شعور او تفکر له چغله وتلۍ دور دانه وي، استازي مو د يوه تخنيکي پېلتر څخه تېر کړو او د خپلې ځمکنۍ بشپړتيا، قانون تطبيق، عدالت تامين لپاره د نړۍ د هغو اشخاصو په شان مبارزه وکړو کوم مو چې د ځانو لپاره اډيال او الګو ټاکلي دي.
5: قول دى چې احمد شاه بابا به ويل، زه به لوى افغانستان جوړوم خلکو به مسخرې پرې کولې چې د نازو زوى ګوره او پاچاهي خو د مطينې ارادې په پايله کې لوى احمد شاه بابا څه ونه کړل، که مو پولادي اراده ودرلوده د وخت هر جابر نظام، تبا کوونکي اءتلاف، جګړه مار تنظيم په وړاندې مو خپل هوډمن دريځ د مبارزې په ميدان ولوبوه بريالي يى.
نوټ:
ژوند د مبارزې دوهم نوم يادوو خو په عمل کې ولې څه نه کوو؟ په ورور وژنه، تربوري کې اول نمبر يوو خو د ملت د تباهۍ چې اصلا وطن د مور حيثيت لري، کاڼه او ړانده وو، په مقدمه کې مخاطبو او نورو ټولو واقعي افغانانو که د پورته ذکر شويو او نورو ورته مسايلو په وړاندې اقدام ونه کړو او ځانونه په يو نوم بل نوم تېر باسو اصلي عاملين موږ او تاسې يوو ځکه د لېوه څخه د انصاف تمه نه شو کولاى، شپون بايد د خپلې رمې ساتنه وکړو، تاسو روشنفکرو مبارزينو ته د وويل شې چې په ديموکراسۍ کې حکومتونه د خلکو له خوا اداره کيږي بايد چې خپل مسوليت ادا کړو او د وخت راتلونکي سيلابونه د خپلو مټو استنادي ديوالو په زور د ملت کروندې ته ورپرې نه ږدو.
زبردست لیکنه ده په اوسنیو حالاتو کی باید همداسی وشی