د وري پر ۱۶ – مه د افغان ولس ملي کارنامې، خپله افغانان حیران کړل؛ سیمه یې هېښه کړه او دنیا یې هم متعجبه؛ په کور دننه، منطقې او نړۍ د رسنیو سرلیکونه دهمدغه ملي شهکار په محتوا جذاب شول؛ دغې پېښې ته، ټول هېښ ول، ټولو د خپل سر په سترګو ولیدل چې، له هر افغان څخه هم قبیله هېره شوه، هم قوم، هم یې سیمه نه وه یاد، هم ژبه؛ هېچا نه د اکثریت ډول وواهه. نه د اقلیت دنبوره؛ له شمال او جنوبه، ختیځ او لویدیځه دهیجان یو ډول ګزارشونه خپرېدل، مذاهب خو څه کوې، د ادیانو تر منځ د توهم پولې پورته شوې، یوه ډله وطن مین افغان سیکان مې ولېدل چې، د خپل افغان سرنوشت ټاکنې دثبوت لپاره یې خپلې رنګینې ګوتې پورته کړې وې او د مشترک افغاني ویاړ سپرغۍ یې له خبرو څخه الوتلې؛ په کور دننه او د باندې ټولې نړۍ، دنړۍ مطرح سیاستوالو او صاحب نظرو په یوه مطلق اتفاق نظر سره دغه انتخابات د افغانستان د تاریخ یوه بېسارې پېښه وبلله؛ دغې حادثې د توقع خلاف یو دم په نړیواله ټولنه کې دافغانستان د حیثیت تصویر روښانه کړ.

دا خو د ټاکنو د دغې دیموکراټیکي پروسې یو پړاو و، چې په ملت یې اړه لرله او ولس خپل سیاسي درایت، ویښ شعور او د وطنپرستۍ احساس ثابت کړ اوس نو د بهیر دوهم پړاو پیلېدونکی دی او ښایې تر لومړي یې هم مهم وبولو. چې دا دټاکنو د پایلو هغه دی او دا نو په اتو تنو محترمو کاندیدانو پورې اړه لري او د دوی په ملي روحیه، وطني تعهد او سیاسي بلوغ پورې تړلې خبره ده چې، څومره په سړه سینه او لوړه انساني حوصله سره د انتخاباتو نتیجې پرته له کوم جنجاله او دملت ارادې په درنښت او باثباته آیندې ته په ژمنتیا سره قبلوي؛ که دوی دا کار په ښه مهذبه بڼه او پر ولسواک بنیاد باندې وکړ نو معنا به یې دا وي چې، دوی هر یوه د ملت د مشرتابه وړتیا لرله، خو که لجاجت، شلګي او بې مخۍ ته مخه کړي نو برداشت به دا وي چې دوی د ملت د سیاسي شعور تر سطحي ټیټ ول، نه یوازې د رهبرۍ بلکې د کاندیدۍ کفایت یې هم نه لاره او دا به د دوی لپاره سیاسي ځانوژنه وي.

او یوه بله نتیجه به، دا واخیستل شي چې، د دوی لپاره اصلآ نه دا ملت اهمیت لاره نه مملکت بلکې د خپل ځاني قدرت او منفعت تندي پسې اخیستې ول چې، د واک جام یې پر سر واړولای نشوای نو د ملت هغه ټول تاریخي سیاسي بریالیتوب ته یې لغتې بندې کړې، چې جهان یې ګوته په غاښ کړ.

ښایې په ټاکنو کې له درغلیو هم همداسې په اتفاق اراء سره هېڅوک انکار ونکړي، خو د تېر په نسبت یې دشفافیت کچه پوره لوړه وه او د راتلوونکو دورو لپاره د لا نورې روڼتیا او کافي پرمختګ پر ظرفیت لوی باور رامنځته  شوي دی.

دا نو اوس په محترمو کاندیدانو اړه لري چې، آیا د ملت دغه ستر اعتماد ته نوره هم وده ورکوي؟ د هېواد او ولس حیثیت ته په درنه سترګه ګوري که د خپل سپکاوي د ثبوت لپاره (خدای مه کړه) تاوتریخوالي او غیر مهذبو څرګندونو ته ملا تړي.

مخ د ولسواکۍ پر لور

One thought on “ملت کارنامه تخلیق کړه، اوس وار د کاندیدانو دی/ محمدیار یار”
  1. یار صاب چا چی به تول عمر حلال خورلی نه وی دوی اوددوی اولاد حرا می وی ایا د هغه نه د شو تمه کیدی شی نه هحکله نه یار صاب ستاسی دوی د تلویزون به سکرین گوری چومره به بی شرمی دجا نه دفاع کوی به دا سی حال کی چه تقلب اوتخطی به دوی به خبله کری وی زه خو دیر یقین نه لرم چه دوی د یو باک حکومت جور کری زما به نظر هفه زور ملا او زری تراویح تر چو چی دغه د شمال ویروس وی سم حو کمت جورول نا مکن دی – مننه

  2. محمدیار صاحب د غیرمهذبو کارونو وېره یاده کړې ده. خبره دا ده چې اوس هغه کسان ډېر غیرمهذب کارونه کوي چې مونږ ګومان کاوه چې مهذب به وی. زلمي رسول د دروغو غونډې جوړې کړې. رشوتونه یې ورکړل او جعلی صندوقونه یې ډک کړل خو ظاهرا مهذب کس دی. دغه شان د ده ځینې ویاندان چې سم ږیرخرېیلی په ظاهره مهذب کسان ښکاري خو هره شپه په تلویزیونونو کې خدایزده د ایران که د چا د خوشحالولو لپاره سپکې سپورې وایی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *