لمسي له خپل نیکه نه پوښتنه وکړه، چې ملغلرې څرنګه جوړیږي؟ نیکه یې لږ غلی شو، بیا یې وروځې پورته کړې، ویې ویل: سیپۍ د سمندر په تل کې پرته وي، کله ناکله د نندارې او څه خوړولو لپاره غاړې ته راشي، خوله خلاصه کړي دې وخت کې له خوړو سره د شګې کومه دانه هم خولې ته ورشي. ته پوهېږې لمسيه، د سیپۍ وجود ډير نرم دی، په اسانۍ سره ټپ اخلې نو سیپۍ بيا څه کوې؟ بيا د شګو دې دانې ته پټ په پټ پوښ ورکوي او له هغې نه یوه ښکلې ملغلره جوړوي .
موږ انسانان هم همداسې یوو. که چېرې د درد له وېرې د ژوند ښایستونو او نويو تجربو ته غېږه خلاصه نه کړو، ژوند به مو بې ارزښته او تش اړولی وي .
هغه چا چې درد لیدلی وي له نورو سره مهربانه وي او په احتیاط نه چلند کوي . نو ګران لمسیه! د خپل کور دروازې دې خلاصې پریږده، په ژوند باور وکړه. که له درد سره مخ شوې، هغه خپل کړه او په ملغلره یې واړوه .
دا مهمه نه ده چې قسمت کې دې څه دي، مهمه دا ده چې ته خپل قسمت سره څه ډول مبارزه کوې او څه ډول د حل لار ورته پیدا کوې.