اوریدلي به مو وي چې پلاني ډېرې پیسې درلودلې،پلاني یې واسطه وکړه او پلاني مقام ته ځان ورسوه.

په تېرو او اوسنیو حالاتو کې تر ډېره دا خبره سمه ده ځکه ډېر داسې کسان شته چې وړتیا یې په ذربین کې هم نه لیدل کیږي خو په موږ به حاکم وي.

او په وړاندې یې ډېر داسې کسان هم شته چې په هر لحاظ وړ دی، ولې داچې دلاس نیوي یې څوک نشته اوس هم په کلیو او بانډو کې لالهانده ګرځي.

خو داسې هم نه ده چې دا لوبه به تر قیامته همداسې روانه وي، وړ به وړ ځای ته رسیږي او له وړتیا خالي چې په موږ مقرر شوي دي هغه به دمچ په څېر لاسونه موږي.

داوسني نظام وروستۍ مقررۍ چې سړی له نظره تیروي نو هیله مندي شته چې یوه ورځ به موږ داسې اداره لرو چې کارکوونکي به یې درابطو پر ځای په ظوابطو ټاکل شوي او کارونه به اغیز من وي.

معني دا چې زموږ ډیری کسان چې له نظره لویدلي وو اوس ورته ددولتي چارو دښه تنظیم او اجرا زمینه برابریږي.

رېښتیا ده چې زر په خاورو کې هم خپل اصلیت له لاسه نه ورکوي.

دا خبره مې په ګران ملګري هم مسلکه او له خویه ملنګ انسان الیاس وحدت پسې رایاده شوه، نوموړی همداسې یو څوک دی چې دټولنې له هرې برخې سره یې ځان برابر کړی او دولس په منځ کې دیوه ریښتیني زړه سوانده خدمتګار او هېواد پال انسان په صفت معرفي شوی.

وحدت صاحب له خویه ساده ملنګ دی خو خدای ج ورکړي وړتیا ته یې زما دوه لاسي سلام دی.

په نورو ټولنیزو خدمتونو سربیره یې دژورنالیزم په برخه کې ډېر څه ترسره کړل، دژورنالیزم له ډګر سره نورو یو ځای کیدونکو لارویانو ته یې دا په ډګه کړه چې دامسلک څومره سپیڅلی او خوندور دی.

په دې وروستیو کې دملي یووالي حکومت هم دې متوجه شو چې دخوست په زرغونه سیمه کې هم داسې استعدادونه شته چې تر اوسه ورته چا پام نه دی کړی.

همدا وه چې ښاغلی الیاس وحدت دولسمشر غني په لارښوونه تر ارګه ور وغوښتل شو او دپکتیکا ولسونو ته دنوي والي په توګه ور معرفي شو.

دوحدت صاحب په اړه خبرې بیخي ډېرې دي خو زه ایله دومره وایم چې دپکتیکا ولسونه دې باوري اوسي چې په خپل تاریخ کې له یوه بې ساري والي څخه برخمن شول او ارګ دې هم ډاډه اوسي چې دا ټاکنه یې بیخي پرځای ده.

ددې سره سره زه په دې هم باوري یم چې وحدت صاحب به له خپلې ملنګۍ تېر نه شي او دولایت ترڅنګ به خپل ټولنیز ژوند همغه ډول پرمخ وړي او دولسونه له منځه به را پورته کيږي.

په پای کې دملي وحدت حکومت څخه هم منندوی یم چې دخوست له هغې سیمې چې په تېر کې دحکومت له پامه غورځيدلي وه او دولتي امورو کې بې برخې وو نن حکومت ورته ددولت په چوکاټ کې ونډه ورکوي.

موږ دا نه وایو چې په دولتي چارو کې دې ټول خوستیان مقرر شي بلکې دافغانستان په هره سیمه کې چې وړتیا لرونکي کسان وي زموږ وروڼه دي او موږ یې ملاتړ کوو.

دوحدت صاحب په شمول دې ټول بااحساسه مشران او ځوانان سر لوړي وي.

دیوه اباد او ښېرازه افغانستان په هیله!

درنښت

محمدالرحمن ایاز خوست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *