افغان شاعره او لیکواله پروین ملال په خپل شعرکې (( اتڼ چي ته! )) وايي:
چېری دی دلدار هغه درزم نغمه ګر ساقي
هغه اټن چې هغه ښاغلی څڼور ساقي
هغه چې اتڼ کې په کږه، وږه نڅا را ځي
هغه چې پېکې په مخ را خپور کې په ادا را ځي
چېری دی چې څڼي یی په لر اوبر ماښام راوړی
تور په رانجه سری ستر ګي سا قي را وړی او جام را وړی
ها چې دتندی پیاله کې څا څکې مي په خال وهي
ها چي په نیمکښ نظر د شپو ور ځو جمال وهي
لاس کې یی دسمال د سرو، وریښمو په رپا راشي
سور غاټول له نازه ورته کوږ شي په ادا راشي
خاوره دوطن په مستي ښکل کړی پښوته ترپ ورکړی
دا سي د اتڼ دسر سالار شي ډول ته خرپ ورکړی
کوږ لکه لینده شي د بڼو په څوکو سپر مات کي
ټول مېدان ميوند شي د غلیم پوره لښکر مات کړی
تاوشي اورا تاوشي د جنت ښکلی هوا راوړي
څوکې د لمن یی د بوډی ټال په سما راوړی
واوړی او راواو ړی مړوندونه یی ګيډۍ، ګیډۍ
ګو تي یی له نازه اوله قاره شي کړۍ، کړۍ
مات شي اورامات شي لکه څانګه د ښکلا سره
ښکل یې کړي کارتوس اوږې له ښکلې نرۍ ملا سره
دا سې دې را درومي چې ورځ سپینه شپه زري راوړي
تېر تر کوه قاف شي د پري د لاس وښي راوړی
یو قدم و شاته دوه ومخ ته په هنر ورشي
تود په اتڼ رزم کړي زمری شي په سنګر ورشي
ژڼي په ګډا ، ګډا را ګډ لاس کې دسمال ورکړی
سپر لکه پوره سپوږ مۍ او توره دهلال ورکړي
نجونو ته ترملا ژي په ټپو، ټپو یی را ولي
شرنګ یی د بنګړو شي په نغمو، نغمو یی راولي
خوږ لا لې د خور شي او جانان د خپلي مېني شي
پړک لا سو ته ورکړی او ارمان د خپلي مېني شي
خدای ږو چې لا سونه په دعا دا سي دلبر غواړو
هغه دکږو بریتو خا وند لکه خنجر غواړو
اټڼ له ډېرې لرغونې زمانې راهيسې په افغانستان او د پښتنو په نورو سيمو کې دود دی. او تاريخي لرغونتيا يې آريايي ټولنې ته رسېږي، چې د هغه مهال له مذهبي عنعنو څخه سرچينه اخلي.
د پيل نيټه یې څوک نه شي ښودلاى، ځکه چې دا هم فولکوري ميراث دى او د فولکوري توکو او اثارو د رامنځ ته کيدو نيټه او مهال معلومول ستونزمن کار دى.
د اتڼ په اړه په افغانستان چاپ ځینو پخوانیو کتابونو کې راغلي، چې اريايې ځوانانو به خپلې څڼې غوړولي او ځانونه به يې په دښتي ګلانو ښکلي کړى و او ډله ډله به د سندرو په ويلو اتڼ ته ورتلل اتڼ به د نن په شان په ازاده هوا او ميدانونو کې کيده، دى زياتوي په ريګويد کې ليکل شوي چې (( ډيرې دوړې او ګردونه به د هغو کسانو له پښو چې اتڼ به يې کوو پورته کيدې))
په افغانانو کې له ډېر پخوا راهیسې تر ننه اتڼ د رزم او بزم د يو غوره سمبول په توگه موجود دی.
په پښتوـ پښتو تشریحي قاموس کي د اتڼ په اړه داسي راغلي دي: د پښتنو ډله ييزه ولسي نڅا- پښتانه د قهرمانۍ، بهادرۍ، بري، يووالي او ځينو نورو داسي برياليتوبونو په نتيجه کي ډله ييزي مستۍ، خوشالۍ او نمانځني ته اتڼ وايي.
اتڼ په تاريخي لحاظ د پښتون ټبر د يوه پاخه ملي کلتور ښکارندوی دی.
اتڼ په لر او بر افغاني قومونو او قبیلو کې د بڼې او شکل په لږ او ډېر بدلون او توپير سره رواج لري. نېږدې هېڅ واده ، عنعنوي مېله، ملي جشنونه ، او د خوښۍ نور مراسم بې اتڼه نه ترسره کېږي.
اتڼ خپلې ځانگړې سندرې، سروکي يا غږونه لري، چې هغو ته د اتڼ نارې يا غږونه وايي او په مخصوص غږ او انداز د موسيقي له الاتو سره د ځانگړو حرکتونو د اجرا کولو په وخت کې ويل کېږي.
اتڼ ډېر ډولونه لري چې د یو شمېر څېړونکو د معلوماتو له مخې کرار اتڼ، يو بغله اتڼ، درست اتڼ، د ايشلی اتڼ، د ناستي اتڼ، د پروتي اتڼ، د پروتي دوه بغله اتڼ، چپه او راسته اتڼ، پټ اتڼ او د خټکو اتڼونه دي.
د برګ اتڼ په اړه په یو شمېر لیکنو کې راغلي، چې د پښتنو په ځينو قبيلو کي برګ اتڼ کيږي او دا اتڼ باالعموم خپلوان او تېروني دوستان سره کوي، د اتڼ په دايره کي يو نر او يوه ښځه سره دريږي خو کله کله لاسونه هم سره نيسي.
د خټکو د اتڼ په اړه چې ډېر مشور دی بیا ویل کېږي چې، دغه اټن پر افغانستان د مغلو تر یرغل وروسته دود شو.
په دغه اتڼ کې له اتڼچیانو سره تورې هم وي، لومړی یوه لویه دوره جوړېږي او بیا یو له هرې دورې څخه وروسته دوه – دوه اتڼچیان یو له بل سره مخامخ کېږي او تورې جنګوي، دغه چاره همداسې سرعت اخلي او په ډېره چټکۍ سره تورې جنګوي.
په دغه اتڼ کې بیا وروسته یو کس د یوه اتل په شان میدان ته را وځي، او د ډول له غږ سره ځانګړي حرکتونه کوي، توره یوې او بلې خواته اړوي اوداسې ښيي، چې یو اتل دی.
په پخوانیو خبرو که تر شخوند وهلو تېر او نوې خبرې ته راشوو، هغه به دا وي چې له بده مرغه د اتڼونو د دومره دېر شمېر د ډولو د خوندي کولو او په نړیواله کچه یې د پېژندنې لپاره لکه څنګه چې باید کار شوی نه دی شوی.
په داسې حال کې چې په لر او بر کې د پښتنو یو شمېر تصویري رسنۍ، پروډکشنونه او فرهنګي بنسټونه هم لرو خو د اتڼ په مستند سازی کار نه دی شوی او دېرې ډولونه یې ښايي د لمنځه تللو په حال کې وي چې اوس هم په لیکلنیز او عملي تصویري ډول ورته پاملرنه ښايي بې وخته نه بلکې ډېره ضرور او اړینه وي.
اتڼ باید د افغانانو په ټولو ملي ورځو او مناسبتونو کې که هغه لر وي او که بر د ملي سرود په شان د غونډې د یو اصل په توګه وساتل شي او هڅه وشي چې په کال کې یوه ورځ د اتڼ د ملي جشن په توګه د دغه دود د ژوندي ساتلو په پار په علمي او عملي بڼه ونمانځل شي.
په لر او په بر کې د افغنانو ټولنې فرهنګي ټولنې، بنسټونه او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باید د ملګرو ملتونو د سازمان له عملي او فرهنګي ادارې یونسکو څخه وغواړي چې اتڼ د افغانانو د ملي نڅا په توګه ثبت کړي.
بې له شکه چې دا هڅې به رنګ راوړي او دا رنګ به تل پاتی او ابدي وي.
په همدې هیله!