د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ګټلو په شپږ نویمه کلیزه کي د ټولو هیوادوالو په ځانګړي ډول د ځوانانو پراخ ګډون او ددغي مبارکي ورځي په ویاړ، د غونډو او له ملي ولولو څخه په ډکو بیلا بیلو پروګرامونو کي ددوی نه ستړي کیدونکي ځغاستو او خوشحالیودا خبره په ثبوت ورسول، چي لاتراوسه په افغانانو کي د خپلو پلرونو او نیکه ګانوپه ډول ریښتنی ملي احساس نه یوازي ژوندی ، بلکي بشپړ ځوان او په غورځنګونو دی.
کندهاري ځوانان
تر کوم ځایه، چي ما، خواله رسنۍ څارلې، نو تاسي باور وکړئ، چي هرځوان د ملي احساس له مخي هڅه کړې وه، چي د فېسبوک د پروفایل عکس د خپلواکۍ ورځي ته ځانګړی او د همدې نېکمرغه ورځي په خوشحالیو کي د پوهانو خبري، ویناوي او د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کوونکي اتل ( شاه امان الله خان غازي) ډول ډول عکسونه خپاره کړي او په دې ډول يې داخبره یوځل بیا خپلو حریفانو ته ور وفهمول، چي لاتراوسه هم په دې خاوره کي د ځوان ملي احساس خاوندان موجود دي، چي له خپل هيواد سره ترځان ډېره مینه لري.
کندهارکي د خپلواکۍ ورځ :
سږکال په رښتیا سره دغه له نېکمرغیو ډکه ورځ د تیرو کلنو په پرتله دلته په کندهارکي د هیواد د نورو ولایتونو په څېر په لوړو ملي ولولو ولمانځل سوه.
د ښار ټول واټونه، لويې لاري، دولتي او شخصي ودانۍ او دوکانونه په ملي بیرغونو ښایسته کړل سوي وو.
له څو کلنو وروسته یوځل بیا دغه ملي ورځ په ۲۰۵ اتل قول اردو کي د ملي پولیسو او ملي اردو سرتیري په وسلو سمبال د مسؤلینو او عامو خلکو په وړاندي په داسي حال کی تیر سول، چي په لیدولو يې د هرافغان د بدن ویښتان شخ او له سترګو يې د خوشحالۍ اوښکي توېیدلې.
هلته بیا سلګونه کندهاري ځوانان له ملي بیرغونو سره په موټریزکاروان کي د ښار په بېلا بیلو برخوکي له وګرځېدل.
په دغه ورځ په ټول کندهارښار کي له دوکانونو، موټریزکاروانونو او ان له کورونو د ملي ترانو ږغونه راتلل.
په همدې لړکي په سلهاوو ځوانان د کندهار سرحدي ولسوالۍ (سپين بولدک ) ته هم ولاړل او هلته يې د ډيورنډ منحوسي فرضي کرښي ته ډېر نږدې، يې په پاکستاني سرحدي پولیسو لاهم خپل اتڼونه ولیدل او د ازادۍ چيغي يې په واوريدې.
د پاکستان سرحدي پولیسو د کندهاري ځوانانو ملي احساس ته ګوته په غاښ حیران حیران کتل او په دې پوه سول، چي د افغانانو د غلامۍ خیال هسي د اوبو د سرکرښي دي.
د ملي یووالي عملي ګټه
د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو په دې څه کم سل کلنه لمانځنه کي ټولي کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ شاهدي دي، چي د هیواد په هیڅ برخه کي [له خدايه شکر دی] امنیتي پېښه نه لرو.
له دې څخه ښکاري، چي په دغه ورځ د افغان او افغانستان دښمنانو داجرائت له لاسه ورکړی، چي وران کار وکړي، دا ورځ زموږ لپاره یو عملي سیق سو، چي که ټول (دولت او ملت) سره یو لاس او یوه خوله وي، نو هیڅ لیری او نږدې دښمن به دومره زړه ونه کړي، چي زموږ خواته په خیرنو سترګو وګوري او که چیري بیاهم د کتلو زړه راغونډ کړي، نو( سترګي به يې وکاږو که څوک په بد نظر وګوري ــ زموږ د وطن پر لوري. )
راتلونکي ته هیله مندي
د ټول هیواد په کچه د خوشحالۍ په فضاء کي د خپلواکۍ یاد جشن لمانځل موږ ته دا زیری راکوي، چي که خدای(ج) کول او موږ هم خپل ملی مقدساتو ته همدومره په احترام قایل وو، نو راتلونکی مو ترلمر روښان دی.
د افغانانو دغه ډول لوړ ملي احساس کولای سي، چي په ډېره اسانۍ ملي اقتصاد او ملي سیاست دواړه د موازي کرښو په ډول یوې سمي خواته روان کړي.
که د پرمختللو هیوادونو د بریالیتوب راز وپلټل سي، نوهلته ملت او دولت یو اوبل ته د ملي احساس غښتلي لاسونه ورکړي او ټول خپلو ملي ارزښتونو ته کلک ژمن دي.
ملي ورځي په جشنونو لمانځي، ملي سرود ته په احترام دریږي، د اساسي قانون ټولي مادې عملي کوي، بالاخره له خپلو ملي او سیاسي رهبرانو سره مینه لري.
سږکال د خپلواکي ورځ په دومره لوړ ملي احساس لمانځلو زموږ هیله مندي دومره زیاته کړه، چي نوربه د جګړې پرځای د سوکالۍ خواته ګړندی حرکت پيلوو.
نو !
ټولو هیوادوالو ته په کار ده، چي دیاد ګړندي حرکت د پيلولو لپاره د خپلو ملي مشرانو لار د ملي احساس په رڼاکي تعقیب کړي.
د پردیو پردۍ خبري له ذهن څخه وباسي .
دا کنډواله هیواد په رښتیا سره د ځان وبولي، ساتلو، ابادولو او سمسمورولو ته يې یوازي د ملی احساس له مخي لستوڼي راپورته کړي.
داهیواد د ټولو میشتو ملیتونو کور دی، داکور هغه وخت ښه ابادېدلای سي، چي ټول میشت میلتونه د یو (افغان ملت) په نامه ږغ پورته کړي.
۲۳ – ۰۸ – ۲۰۱۵ ، کندهارښار
ملی احساس هغه قیمتی جوهر دی چه حکام او ملت ته عزت او قوت وربښی، دملی احساس خاوند څه چه ځان ته خوښوی هغه ټول ملت ته خوښوی،ملی احساس او انحصار یو دبل ضد دی او انحصار ګر چه دځان یا ډلګۍ،قوم یا سمت،ژبه یا رنګ لپاره کار کوی نباید ملی مسؤلیتونه ور وسپارل شی ځکه هغه د اکثریت حق ،اقلیت ته ورکوی او د انحصار جنایت زیږوی چه دا ملت ویشی او اکثریت مظلوم واقع کیږی چه دا د ایمان ،علم او تقوی سره نه بلکه د جهالت او دنائت سره تړاو لری او د انسانیت په ګټه ندی نو هغه څوک چه د ملی احساس جوهر پکی نه وی په افغانیت شرمیږی او د ملی دندو او خدماتو ظرفیت نلری او دی ډول خلکو ته ملی دندی سپارل له ملت سره جفا او خیانت دی
په دی ملک کی کله ژوندی انسانان سته چی ته بیا داحساس خبری کوی په هغو انسانانو کی ملی احساس پیدا کیږی چی هغه ژوندی یی دا خلک خو یوازی په ساعتیری او لنړغر توب پسی راوتلی وو