تاند- وسله والو طالبانو، چې سیاسي استازی یې په قطر کې له امریکایانو سره په خبرو بوخت دي، د دوشنبې په ورځ د افغانستان امنیتي ځواکونه ته سخت ګوزار ورکړ.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، طالبانو د ترکمنستان پولې ته نژدې په بادغیس ولایت کې د افغان ملي اردو ۱۶ سرتېري ووژل او ۴۰ تنه نور یې ژوندي ونیول.
دا پېښه په داسې حال کې وشوه چې په قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو خبرې درېمې اوونۍ ته داخلې شوې.
دا پېښه په بالامرغاب ولسوالي کې وشوه چې مخکې تر مخکې د هغې په اړه د بادغیس د ولایتي شورا غړیو خبرداری ورکړی و.
د بادغیس د ولایتي شورا ريیس عبدالعزیز بېګ وویل، طالبانو د دوشنبې په ورځ په بالامرغاب کې د ملي اردو پر اډې برید وکړ، جګړې څو ساعته دوام وکړ چې په پای کې یې طالبانو ټوله اډه او ورته نژدې دوې پوستې ونیولې.
عبدالعزیز بېګ د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې طالبانو د شنبې په ورځ د بالامرغاب دوې پوستې نیولي او درې پوستې یې تر دې وړاندې نیولې وې او که ژر بالامرغاب ولسوالي ته کومکي ځواک ونه رسېږي نورې پوستې به هم د طالبانو لاس ته ولوېږي.
بالامرغاب په بادغیس ولایت کې تر ټولو لویه او ګڼ نفوسه ولسوالي ده.
نیویارک ټایمز د عبدالعزیز بېک له قوله وايي چې په روانه اوونۍ کې په بالامرغاب کې د طالبانو له لوري د افغانستان ۷۰ امنیتي ځواکونه یا وژل شوي یا نیول شوي دي.
ښاغلی بېګ وايي چې بالامرغاب د سقوط په درشل کې ده، په دې ولسوالۍ کې له یوې اوونۍ راهیسې جګړه روانه ده خو د ده په وینا حکومت ورته هیڅ پام نه کوي.
د دفاع وزارت یوه ویندوی قیس منګل د بالامرغاب حمله تایید کړه، ویې ویل چې طالبانو ۴ امنیتي پوستې نیولي دي.
ده همداراز وویل«هلته له ټولو امنیتي ځواکونو سره زموږ ارتباط پرې شوی دی. د مرګ ژوبلو په اړه معلومات نه لرو.»
منګل همداراز وویل چې د هوايي ملاتړ په ګډون کومانډو ځواک لېږل شوی دی او اوس هلته جګړه روانه ده.
خو که دفاع وزارت یوه یا دوې ورځې وړاندې کومانډو، چې کابو په ټولو جګړو کې برلاسی ځواک ثابت شوی دی، استولی وای، ښايي ۵۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي یا تسلیم شوي نه وای.
د افغانانو لپاره سوله او قانون بندي مهمي دي او فرض دي نه قام پرستي
او دالر پرستي