تاند- د افغانستان ملي اردو په کابل کې د ګزمې په لړ کې لږترلږه ۳ مشکوک ترهګر ونیول چې دوه یې پاکستانیان دي.

د ملي اردو ۱۱۱ فرقې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دوهمې لوا د شپږم کنډک د چټک غبرګون ځواک د عملیاتو په ترڅ کې دا کسان د کابل په هوتخېلو سیمه کې ونیول.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په نیول شویو کسانو کې یو تن اصلاً د ننګرهار د سرخرود اوسېدونکی دی خو دوه نور د پېښور ښار اوسېدونکي دي.

دوی له نیول شویو کسانو سره ۲ کیلو امونیم نایتریت او سي ۴ چاودېدونکي مواد موندلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *