نېټه:۱۳۹۶/۸/۱۸
د ملي اسلامي محاذ سلګونو جهادي قومندانانو، قومي مشرانو، روحاني شخصیتونو او سیاسي څټو نن د ملي اسلامي محاذ په مرکزي دفتر کې غونډه وکړه.
غونډه د قاري میرویس لخوا د عظیم الشان قرآن مبارکو آیاتونو په قرآت کولو پیل شوه او د ملي سرود له غږولو وروسته د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند د اجرایه شورا غړي محمد صدیق پتمن د پیل وینا وکړه او د غونډې ګډونوالو ته یې ښه راغلاست وویل.
ښاغلي پتمن د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د مرحوم رهبر روحاني،جهادي او سیاسي شخصیت فضیلتمآب پیر سید احمد ګیلاني روح ته دعا وکړه، او زیاته یې کړه، افتخار کوي چې د داسې ګوند غړی دی، چې بنیاد یې د عدالت او ولسواکۍ پر بنیاد ایښودل شوی دی.
وروسته د افغانستان د ملي اسلامي محاذ مشر جناب پیر سید حامید ګیلاني خبرې وکړې او خدای بښلي پلار پیر سید احمد ګیلاني روح ته يې د ټولي عالي شورا له غړو سره یو ځای ددعا لاسونه لپه کړل.
نوموړي خپلو سلګونو پلویانو ته په خبرو کې وویل ملي اسلامي محاذ لومړي ګوند و، چې د سرو لښکرو په وړاندې یې د جهاد سنګر ونیو او په مېړانه یې د هیواد له نوامیسو او خلکو ساتنه وکړه، تر هغو پورې د سرو لښکرو په وړاندې وجنګید، تر څو چې روسانو ماتې وخوړله او په تور مخ له هیواد څخه ووتل.
څنګه چې ملي اسلامي محاذ لومړی د جهاد سنګر ونیو، نو کله چې په هیواد کې اسلامي حکومت رامنځ ته شو، نو خپله نظامي برخه یې له منځه یووړه، چې مشري یې په لومړیو کې د کورنیو چارو پخواني وزیر علی احمد جلالي او وروسته د ملي دفاع پخواني وزیر عبدالرحیم وردګ کوله.
د شوروی له شکست څخه وروسته مرحوم رهبر پیر سید احمد ګیلاني د افغانستان د ثبات او راتلونکې لپاره د دوو لارو وړاندیز وکړ(لویه جرګه یا انتخابات) چې هغه وخت ځینو خلکو ویل: د پیر سید احمد ګیلاني ماغذه پر ځای ندي، دوی باور درلود چې افغانستان د ډیموکراسې او ولسواکۍ هیواد ندی.
پیر صاحب ټولو تنظیمي ډلو ته په ځغرده وویل، چې د ولس د سرنوشت ټاکلو حق نه ځان او نه هم نورو سیاسي ګوندونو ته ورکوم، هغه و چې په هیواد کې خپل منځي جګړې پیل شوې او د یو شمېر سیاسي ډلو رهبرانو دغه اور ته تیلی ووهل، خو مرحوم پیر صاحب د تنظیمي حکومت له اډانې څخه ووت او تر پایه له خپل ولس او خلکو سره پاتې شول، د طالبانو د حکومت پر مهال بې طرفه پاتې شو.
پیر سید حامد ګیلاني په خارجي سیاست هم لنډې تللې خبرې وکړې، افغانستان دوه ډوله بیروني سیاست لري، چې یو یې په سیمه ایزه کچه د سیمې له هیوادونو سره په اړیکو راچورلي او دویم یې د نړۍ له هیوادونو سره د اړیکو سیاست دی، تر کومه چې موږ د سیمې له هیوادونو سره اړیکې غښتلې نه کړو، د یو بل متقابل احترام ونه کړو، تر هغو د پرمختګ کولو هڅې بې ځایه دي د سیمې ثبات د افغانستان له ټیکاو سره تړلی دی.
د ملي اسلامي محاذ مشر خپلو پلویانو ته د وینا په یوه برخه کې وویل، کله چې پخواني ولسمشر ټاکنو ته ولاړ و، موږ یې له دې امله ملا وتړله، چې د ولس په خوښه او دولس په رایه به کار وکړي، خو په خواشینۍ سره کله چې تر قدرته ورسېد، نو د ولس په رایو او خوښه یې حکومت ونه کړ، همدارنګه د ملي یووالي حکومت ننګه او ملاتړ مو د افغانستان د بساینې او د خلکو د ژوند د بهترولو په موخه و، اوس یې هم ملاتړي یوو، خو د نظام په وړاندې مو ځکه مقابل طرف نیولی دی، تر څو په نظام کې اصلاحات راشي، زموږ انتقاد او نیوکه د نظام د سمون لپاره ده، خو په هر حال بیا هم د نظام ملاتړي یوو، په هیڅ ډول یې د منځه تلو او ړنګېدو طرفدار نه یوو، د نظام تر نه لرلو هر ډول ګډ وډ نظام بهتر دی.
د ملي اسلامي محاذ مشر ښاغلي پیر سید حامد ګیلاني د بن کنفرانس په تړاو هم خبرې وکړې، نوموړي وویل، چې موږ هلته په بن کې د لنډمهالې ادارې د جوړېدو په موخه ځکه موافقه وکړه، چې په هیواد کې به د سولې او زدکړې په برخه کې زیات پرمختګ کېږي، خو په خواشینۍ سره چې اوس مو تر ټولو ستره هیله سوله او ټیکاو ده.
وروسته د افغانستان د ملي اسلامي محاذ برجسته غړو،علمای کرامو،قومي مشرانو او جهادي قومندانانو ویناوې وکړې، او د افغانستان د ملي اسلامي محاذ مشر پیر سید حامد ګیلاني ته یې د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ، د ولسي جرګې مرستیال او د ملي محاذ د عالي شورا غړي نظیر احمدزي وویل ځینې خارجي کړۍ غواړي په افغانستان کې قومي او مذهبي جګړو ته لمن ووهي، خو د افغانستان ملي اسلامي محاذ تل پر خلکو د ملي یووالي غږ کړی او د دې ناولې مفکورې خاوندان به خپل ارمان ګور ته یوسي.
دغه راز د افغانستان د ملي اسلامي محاذ د عالي شورا غړي غازي نواز تڼي وویل: د افغانستان ملي اسلامي محاذ له حکومت څخه ملاتړ کړی او د دې نظام په رامنځته کولو کې یې رغنده رول لوبولی، خو متاسفانه نظام پر سمه ندی روان، فساد زایات شوی،کار د هغه اهل ته نه سپارل کیږي او ولس له سختو ستونزو سره مخ دی.
وروسته قومي مشر او جهادي قومندان عبدالرحمن زدراڼ خبرې وکړې، نوموړي وویل: جناب پیر صاحب موږ تل ستاسو پر وینا خپله اراده کارولې، خو نه پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپلو کړو وعدو له ولس سره هغسې وفا وکړه څرنګه یې چې د کمپاین پر مهال له تاسو سره کړې وې او نه هم اوسني ولسمشر محمد اشرف غني، چې دواړه یې ستاسو پر ملاتړ زعامت تر لاسه کړ.
د ملي اسلامي محاذ بنسټ د ارواښاد پیر سید احمد ګیلاني له لوري څلوېښت کاله وړاندې کېښودل شو، چې تل یې د سولې لپاره هلې ځلې کولې او د ډیموکراسۍ پر ستنو ولاړ د ولس په خوښه د حکومت غوښتونکی و.
د ملي اسلامي محاذ عالي شورا په داسې حال کې خپله غونډه کوي، چې نژدې یو کال وړاندې د ملی اسلامي محاذ رهبر د ورپېښې ناروغۍ له کبله فاني نړۍ ته وداع وویله.
انجینر احسان الله صدیق د افغانستان ملي اسلامي محاذ د ځوانانو مسئول