د افغانستان ملي الف لوبډله د زمبابوې پر وړاندې د یو ورځینیو سیالیو لړۍ له ګټلو وروسته نن ماښام کابل ته راورسیده. د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې له ملي الف لوبډلې د کرکټ بورډ کارکونکو له لوري تود هرکلی وشو.
لوبډلمشر جاوید احمدي ووییل چې، زموږ سیاله لوبډله خورا پیاوړې لوبډله وه او له یوه پلان سره زموږ پر وړاندې لوبیدو لپاره راغلې وه. موږ ددوی پر وړاندې د بریا کولو لپاره ټول سپورتي تخنیکونه په عملي ډول ترسره کړل او د سیالیو لړۍ مو ترې وګټله. لوبډلمشر د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له مسئولینو مننه وکړه چې ددوی لپاره یې ورته سیالۍ برابرې کړې.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش او اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي په اداره کې له لوبډلې هرکلی وکړ. عمومي رئیس د ملي الف لوبډلې له لاسته راوړنې قدراداني وکړه او دوی یې د ډیرو لاسته راوړنو لپاره وهڅول.
اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د لوبغاړو لوبه او ددوی بریا وستایله او له دوی ته یې په راتلونکې کې د ورته پروګرامونو پلي کولو ډاډګیرنه ورکړه.