نېټه: ١٣٩٣-٩-٢١
کندهار، افغانستان- د کندهار د ملي امنيت رياست د ويښو منسوبينو له لوري دوسله والو مخالفينودوه تنه قومندانان چې په خاکريز ولسوالۍ کي ترهګريز اوتخريبي اعمال ترسره کول، ونيول سول.
يادو دوه کسان چې د خاکريزولسوالۍ مربوطاتو کي تخريبي او ترهګريزي کړني سرته رسولې ، د ملي امنيت رياست له لوري د بېلابېلو عملياتو پر مهال ونيول سول. ملي امنيت رياست ياد کسان د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولي دي چې پر خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړى دى.
د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، سيد جان دسيد محمد زوى دحقداد لمسى دکندهار ولايت دخاکريز ولسوالۍ دباغکې دکلي اوسيدونکى د((١٢)) کسيزي ډلي قومندان اوعبدالمالک دمحمد صادق زوى دعبدلعزيز لمسى دخاکيز ولسوالۍ دلام دکلي اوسيدونکى دپنځه کسېزه ګروپ مشر وو .
وسله وال ترهګر هڅه کوي چې د هدفي وژنو او ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغان ولس ناارام وساتي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چې د شپې او ورځې د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.