خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-٧-٦

کندهار افغانستان :-  دملي امنيت منسوبينو دکندهارښار او  ولسواليو اړوند سيمو کې پنځه تنه دهدفي بريدونو ،تخريبي او ترهګريزو فعاليتونو اړوند نيولي .

ديادو نيول سوو کسانو هويت په دي ډول دي ،روح الله دمحب الله زوى اصلي او فعلي  دخاکريز ولسوالۍ اوسيدونکى،عبدالمنير دمحمد يعقوب زوى اصلي دارزګان ولايت او فعلي دهرات ولايت اوسيدونکى،عبدالسلام دعبدالمنان  زوى  اصلي او فعلي دهلمند ولايت دمارجي ولسوالۍ اوسيدونکى، عبدالمجيد دعبدالستار زوى اصلي او فعلي دزابل ولايت دشهر صفا ولسوالۍ اوسيدونکى  او سيد رحيم دمحمد دين  زوى اصلي او فعلي دکندهارولايت دپنجوايي ولسوالۍ دتلوکان دکلي اوسيدونکى.

ذکر سوي ترهګر په کندهار ښار او ولسواليو کې دخپلو بادارنو دخوشحاله کولو لپاره غير اسلامي او غير انساني  اعمال تر سره کول، چې دملي امنيت دويښو او بيدارو منسوبينو داوپراتيفي فعاليتونو په پايله کي نيول سوي دي  او يادو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *