خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-١٢-٢٠

کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست د وسله والو مخالفينو د ترورستي او ترهګريزي شبکې  قومندان ملا نعمت الله مشهور په سپين طالب او يو تن ګروپي قومندان د دوو ملګرو سره يو ځاى  چي له تېرو شپږو کلونو راهيسي په کندهار ښار او ولسواليو کي په تروريستي، انتحاري او  په بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کي يې برخه اخيستې وه، ونيو.

د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، هستي محمد مشهور په( هستي خان،نصيب، نثار) دښايسته خان زوى اصلي دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ دګرم آب کلي اوسېدونکی او فعلي د کندهار ښار د اتمي ناحيي د کوبي د سيمي اوسيدونکى،صديق الله د بازمحمد زوى د غلام رسول لمسى  او احمد الله د عبدالباري زوى د ګل محمد لمسى اصلي او فعلي د ژړى ولسوالۍ د سنځري د کلي اوسيدونکي.

يادو څلورو ترهګرو د تېرو شپږو کلونو راهيسي د کندهار ښار په مختلفو سيمو او همدارنګه د دامان، ژړۍ او ميوند ولسواليو کي د دولت ضد فعاليتونه ترسره کول چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري  د دوى د اوپراتيفي عملياتو په پايله کي ونيول سول.

دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى  او د ياد ګروپ قومندان هستي محمد څه موده مخکي  د کندهار ښار د اتمي امنيتي حوزې پر آمر عبدالودود مشهور په جاجو باندي ځان وژونکي بريد هم طرح کړى و چي وروسته هغه په شهادت ورسيد همدارنګه له يادو کسانو څخه يو لاسي جوړ سوی ماين هم کشف او تر لاسه سوى دى .

وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *