خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٤-٣-١٨
کندهار،افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست درې وسله وال ترهګر، چې دکندهارښار پريو شمېردولتي تاسيساتوئې دبريد پلان درلود ، ونيول.
د يادو کسانو هويت په دې ډول دى،خان محمد دعبدالکريم زوى اصلي دکندهارولايت دډنډ ولسوالۍاو فعلي دکندهارښارددوهمي ناحيې او سيدونکى ،عبدالکريم آغا مشهورپه خان دعبدالرحيم آغا زوى او بسم الله دتاج محمدزوى اصلي او فعلي دزابل ولايت دشهر صفا ولسوالۍ دباغکې دکلي اوسيدونکي .
يادونيول سويو کسانو پلان درلود چي په کندهارښار کي پريو شمېر دولتي تاسيساتوباندي تروريستي،انتحاري او بېلابېل ترهګريز فعاليتونه تر سره کړي چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول. دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى
وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځې د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.