خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-١١-۲۰
کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست د هيواد د دښمنانو يو ډيپو کشف او ترلاسه کړ او له ياد ډيپو څخه يې زيات شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
د ملي امنيت ويښو او بيدارو منسوبينو د اوپراتيفي معلوماتو پر اساس د افغانستان د وسله والو مخالفينو يو ډيپو چي د سپين بولدک ولسوالۍ د حوت غره په سيمه کي وو او وسله والو دښمنانو غوښتل له يادو وسلو او مهماتو څخه په کندهار ښار او ولسواليو کي غيرانساني او غيراسلامي ترهګريز بريدونه وکړي، کشف او ترلاسه کړی دی.
له ياد ډيپو څخه ٢ ميله کلاشينکوفونه، ٦ د وسايطو ضد ماينونه، يو لاسي جوړ ماين، ١٢ پېټۍ د دهشکې مرمۍ، ١٥ کيلوګرامه پرزه يي باروت، ١٠٠ کيلوګرامه پوټاشيم، ٢٠ متره ثانيه سوزلاين، ٥ د پرسونل ضد ماينونه، ٣٠ متره انفجاري لاين، ٧ عدده د کلاشينکوف شاژورونه، ٤ د راکټ انداز مرمۍ، ٢٠٠ مختلفي مرمۍ او ٣ په طالبانو پوري اړوند د شبنامې پاڼي ترلاسه سوي دي.
وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د هدفي وژنو او ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغان ولس ناارام وساتي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چې د شپې او ورځې د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.