خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-٤-١٤
کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست د وسله والو مخالفينو يو مهم قومندان نيولى دى.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د ملي امنيت رياست منسوبينو د تېري اوونۍ په اوږدو کي د وسله والو مخالفينو يو قومندان، چي په ښار او ولسواليو کي يې هدفي وژني کولې، نيولى دى.
ياد کس، چي د چرکي بريدکوونکو مشري يې کوله، قدرت الله نومېږي او د کندهار ښار د نهمي ناحيې په مربوطاتو کي نيول سوى دى. څه موده مخکي د ياد قومندان تر مشرۍ لاندي دوه نور چرکيان هم د ملي امنيت له لوري نيول سوي ول.
بل خوا د پنجشنبې په ورځ د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند يو شمېر مهمات کشف او ترلاسه سوي دي، چي پکي ١٢ فيره د هوان مرمۍ، ٤٥ صندوقه د هوان سرګلولې، ٢٥ صندوقه د توغندي سرګلولې شاملي دي.