خبرپاڼه

 

نېټه: ١٣٩٣-٥-١٤

کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست د وسله والو طالبانو له خوا د فراه ولايت د بالابلوک ولسوال نيولى دى.

ياد کس مولوي شيخ احمد نوميږي، چي مشهور په حاجي ودان د حاجي عبدالغفور زوى او د فراه ولايت اوسېدونکى دى. د طالبانو له لوري د فراه د بالابلوک دغه ولسوال په فراه کي په زياتو چاودنو او ترهګريزو فعاليتونو کي برخه درلوده. نوموړي پر خپلو ټروريسټي فعاليتونو اعتراف کړى او په خبرو کي يې وويل: “څلور کاله مي په يوه مسجد کي امامت وکړ، د طالبانو يو قومندان چي حيات الله نوميږي مجبور کړم چي له دوى سره د افغان حکومت پر ضد ودرېږم. حيات الله شاوخوا ٢٥ تنه نور وسله وال طالبان هم درلودل، دې ډلي د انتخاباتو په ورځ په يوه جګړه کي دوه پوليس ووژل.”

نوموړي داراز زياته کړه چي په يو شمېر نورو جګړو کي يې هم ونډه اخيستې ده. د ده په خبره، چي د روژې پر پنځلسمه يې خپله مور د پاکستان کوټي ښار ته د ورور په ګډون د تداوۍ په موخه بوتله، تر تداوۍ وروسته يې مور او ورور بېرته راستانه سول. نوموړي اقرار وکړ چي د يوې ورځي لپاره يې د طالبانو له لوري د فراه له والي بازمحمد سره په کوټه کي شپه وکړه او هغه لس زره کلداري د سفريې ورکړې.

د کندهار ملي امنيت رياست موضوع تر پلټني لاندي نيولې وه او کله چي نوموړى له کوټي څخه د کندهار له لاري فراه ولايت ته ستنېدى، د کندهار ښار د اوومي امنيتي حوزې اړوند د هرات اډې په سيمه کي د ملي امنيت له لوري ونيول سو.

دا په داسي حال کي ده چي ياد کس يو ځل بيا د کوټي شورا په هدايت په فراه کي په انفجاري او ټروريسټي اعمالو لاس پوري کاوه، چي د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له خوا ونيول سو.

One thought on “ملي امنيت رياست د وسله والو مهم قومندان نيولى دى”
  1. يستأنسون دملي أمنيت خخه هيله كوم جه داسي اشخاص دقانون منكولو ته وسباري هغه مواد جه به معدني قوانينو كي داشوبكرانو ، قاتلانو، تروريستانو، او دخلكو أذهانو دبد ليدو دباه بيشبيني شوي به ده تطبيق تر خو دنورو دعبرت سبب وكرخي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *