خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-٦-٨
کندهار، افغانستان- د کندهار د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري يو ځانمرګى بريدکوونکى نيول سوى دى.
ياد کس عبدالرحمان نوميږي، د عبدالجليل زوى او د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى او اوسمهال د پاکستان په چمن سيمه کي اوسېدى.
نوموړى په پاکستان کي د ځانمرګي بريد لپاره په پاکستان کي روزل سوى وو. دغه کس غوښتل چي د کندهار له لاري غزني ته ولاړ سي او هلته د موټرسايکل په واسطحه ځانمرګى بريد وکړي، چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو د عملياتو په پايله کي د کندهار د لسمي ناحيې په سيمه کي ونيول سو.
دغه کس پر خپل جرم اعتراف هم کړى دى.
وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.