خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-٧-١٨
کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست ٣ وسله وال ترهګر، چې په ترورستي،انتحاري او بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کي يې برخه اخيستې وه، ونيول.
د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، دين محمد او امير محمد د داد محمد زامن اصلي دکندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ او فعلي ددرېيمي ناحيې دباى پاس دسېمي اوسيدونکي ، ملا حبيب الله مشهور په عصمت الله دغلام رسول زوى اصلي او فعلي دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ دبابا جې دلوى هديري دکلي اوسيدونکى.
دياد دووه کسيزه ګروپ مشري دين محمد نامي په غاړه لاره چې په کندهار ښار کي ددولت ضد ترورستي ،او انتحاري فعاليتونه تر سره کول او ياد درې کسيزه ګروپ څه موده وړاندي دکندهار ښار د دوهمي امنيتي حوزې اړوند په انصاري مارکيټ کې دوه تنه ديوه ساختماني شرکت کارکونکي ويشتلي وه او همدارنګه د ١٥ حوزې اړوند دحاجي عرب په ساحه کي دعلماوو شورا يو تن غړى يې ويشتلى وو .
چې د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کې ونيول سول. دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.
وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.