خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٤-٢-١٤

کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست ٣ وسله وال ترهګر، چې په  ترورستي،انتحاري او  بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کي يې برخه اخيستې وه، ونيول.

د يادو کسانو هويت په دې ډول دى،ګلبدين مشهور په عبدالله دشمس الحق زوى دحاجي احمد لمسى دکندهار ولايت دسپين بولدک ولسوالۍ دکنډک کلي اوسيدونکى، صديق الله مشهور په خالد د دوست محمد زوى دعبدالغفور لمسى اصلي دکندهارولايت دارغنداب ولسوالۍ د تابين کلي او فعلي دکندهار ښار دښپږمي ناحيې اوسيدونکى ، سيد علي آغا دمحمد رسول زوى دمحمد حسن لمسى دکندهار ولايت دپنجوايي ولسوالۍ دزنګ آباد  کلي اوسيدونکى

يادو ٣ تنو ترهګرو د کندهارښار او ولسواليو  په بېلابېلو ساحو کي ترهګريز او ترورستي فعاليتونه کول، چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول. دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.

وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *