خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-١٢-١١

کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست پنځه وسله وال ترهګر، چې دترهګريزي شبکي الله داد آخندزاده پوري اړه لاره او په هلمند، سرپل او فارياب ولايتونو کي  ترورستي،انتحاري او  بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کي يې برخه اخيستې وه، ونيول.

د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، عبدالشکور دعبدالمحمد زوى دګل محمد لمسى اصلي دسر پل ولايت دګسفندي ولسوالۍ او فعلي دبلخ ولايت دچهار بولک ولسوالۍ اوسيدونکى،نورآغا دعبدالرحيم زوى داميرګل لمسى ،سيف الدين دملا محمد زوى ددوست محمد لمسى شير آغا دجان ګلدي زوى دعوض مراد لمس او محمد هارون دمحمد شريف زوى دګنجينه لمسى اصلي او فعلي دفارياب ولايت دشيرين تګاب ولسوالۍ اوسيدونکي.

يادو پنځوتنو ترهګرو د په پاکستان هيوادکي دپنځه مياشتي نظامي زده کړي څخه وروسته غوښتل چي دکندهار له لاري سرپل ولايت ته ولاړ سي او په ياد ولايت کي خيل غير انسا ني او غير اسلامي اعمال تر سره کړى ،خو د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري  دروان کال د١٢ نيټي پر نهمه نيټه دکندهار ولايت دلسمي امنيتي حوزي په مربوطاتو کي نيول سوي دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى او له دوى څخه دجنګي تاکتيکونو يو شمير تشريحي پاڼي هم تر لاسه سوي دي درې عدده دټليفون ميمورياني او يو فلش هم له دوى څخه تر لاسه سوى دى چي په خپلو جامو کي په دير ماهرانه ډول سره ځاى پر ځاى کړيوه او يه يادو  حافظه کارټونو کي د ددولت ضد مسلح کسانو ويډيوګاني او په داعش پوري اړوند صحني هم موجودي وي .

وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.

One thought on “ملي امنيت رياست پنځه وسله وال ترهګر ونيول”
  1. ورونو نيول يي هيڅ ګټه نلري ځکه چي د قاضي قضا د پيسو لپاره ده او بيرته به يي قاضي صاحب په يو بهانه ايله کړي امنيتي مسؤلين خو هيڅ نسي کولاي زما دا فيصله ده چي بايد پر يو چوک وځړول سي تر څو نور عبرت ځني واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *