خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٤-٤-١١
کندهار،افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست څلور وسله وال ترهګر، چې دکندهارښار په مربوطه سيمو اوولسواليو کي په تروريستي، هدفي وژنو،انتحاري او بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کي برخه اخيستې وه، ونيول.
د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، شاولي مشهور په احسان الله او خالد دحقداد زوى اصلي دکندهارولايت دژړى ولسوالۍ دپاشمول دکلي او فعلي دکندهار ښار د ٣ ناحيي اوسيدونکي، ذبير احمد دعبدالصمد زوى اصلي دکندهار ولايت دسپين بولدک ولسوالۍ او فعلي دکندهار ښار دلمړۍ ناحيي اوسيدونکى،ياقوت دحاجي غلام اکا زوى او عبدالغني دعبدلقيوم زوى اصلي پنجوايي ولسوالۍ دسپيراون دکلي او فعلي دکندهار ښار او سيدونکي .
يادنيول سوي کسان لمړى دولتي اشخاص تثبيت او وروسته به يې په شهادت رساوه چي څه موده وړاندي دعامي روغتيا رئيس عبدلقيوم پخلا هم ماښام مهال د د وى په ترورستي بريد کي زخمي سو چي دياد غلچکي بريد سازماندهي دوى کړيوه همدارنګه يا دو کسانو په کندهارښار اوولسواليو کي دهدفي وژنو ترڅنګ ترهګريز او تخريبي فعاليتونه تر سره کول چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول. دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى ، له دوى څخه يوه عراده موټر سايکل ، يو ميل تفنګچه ،دوي قبضې برچې او څلور قطعې دپاکستان هيواد دهويت کارټونه ځيني تر لاسه سوي دي.
وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.