خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٤-٤-٣
کندهار،افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست څلور وسله وال ترهګر، چې دکندهارښار په مربوطه سيمو اوولسواليو کي په تروريستي، هدفي وژنو،انتحاري او بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کي برخه اخيستې وه، ونيول.
د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، حکمت الله مشهور په عزت الله دسيد احمد زوى اصلي دميوند او فعلي دکندهارښار دمير ويس مېني اوسيدونکي ،رفيع الله دنظر محمد زوى اصلي او فعلي دارغنداب ولسوالۍ دسربند دکلي اوسيدونکي،محمدعالم مشهور په غفار دمحمدعوض زوى اوعبدالرحمان دجان محمدزوى دکندهارولايت ددامان ولسوالۍ دنوي کلي اوسيدونکي ،
يادنيول سوي کسان په کندهارښار اوولسواليو کي دهدفي وژنو ترڅنګ ترهګريز او تخريبي فعاليتونه تر سره کول چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول. دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى ، له دوى څخه دوه ميله تفنګچې او درې عرادي موټرسيکلونه هم تر لاسه سوي دي
وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.