خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٤-٣-١٢
کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست دوه وسله وال ترهګر، چې په ترورستي، انتحاري او بېلابېلو ترهګريزو فعاليتونو کي يې برخه اخيستې وه، ونيول.
د يادو کسانو هويت په دې ډول دى، عبدالحی د بازمحمد زوى اصلي او فعلي د ژړۍ ولسوالي د نادي دکلي اوسيدونکى او حزب الله دعزت الله زوى اصلي دکندهارولايت دارغنداب ولسوالۍ او فعلي دکندهارښار د١٢ ناحيي اوسيدونکى.
يادو دوو تنو ترهګرو د کندهارښار او ولسواليو په بېلابېلو ساحو کي ترهګريز او ترورستي فعاليتونه کول، چي د ملي امنيت د ويښو او بيدارو منسوبينو له لوري د بېلابېلو عملياتو په پايله کي ونيول سول. دغو کسانو پر خپلو ترهګريزو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.
له يادو نيول سوو کسانو څخه ٢٢٥ د کلاشنکوف مرمۍ، ٦ لاسي بمونه، ٦ د ماين پټاکۍ، ۲ د ماين کانچې، دوه متره د ماين پريم کارټ، ٤ متره برقي لاين او ۳ لاسي جوړ ماينونه هم نيول سوي دي.
وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته په خلکو کي وېره خپره کړي او افغانان د غم پر ټغر کښېنوي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.