خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۴-۱-۱۶
کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست ٣ تنه ترهګر چي په بېلابېلو چاودنو او ترورونو ک يې لاس درلود، ونيول.
د يادو ترهګرو هويت په دې ډول دى، محمود د محمد شفيع زوی او قدرت الله د عبدالروف زوی، اصلي د پنجوايي ولسوالۍ او فعلي د کندهار ښار د ۹ ناحيې اوسېدونکي او حافظ عبدالرزاق د ګل محمد زوی، اصلي د دامان ولسوالۍ او فعلي د ۱۲ ناحيې اوسېدونکی دی.
يادو کسانو د کندهار په ګڼ شمېر چاودنو او ترورونو کي لاس درلود او د دولت پر ضد يې فعاليتونه کول. دوى د اعتراف په ډول وويل چي يو شمېر پوليس يې هم ترور کړي او شهيدان کړي دي. هغوی اعتراف وکړ چي په لويه وياله کي يې دوه سرحدي پوليس، په دوراهي کي يې يو د سولي شورا غړی او په ده خواجه کي يې يو سرباز په شهادت رسولی دی.
دغه کسان د ملي امنيت رياست تر اوپراتيفي کار لاندي ول، چي تر کشف او تثبيت وروسته د ځانګړو عملياتو په پايله کي د کندهار ښار په مربوطاتو کي ونيول سول. له دوی سره دوې توپنچې هم نيول سوي دي.