خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-١١-٢٥
کندهار، افغانستان- د کندهار ملي امنيت رياست د کشفي عملياتو پر اساس دوه تنه د ځانمرګو بريدونو طرحه کوونکي او ځانمرګي بريد ګر يې نيولى .
د دغو کسانو هويت په دې ډول دى، عصمت الله دجان محمد زوى اصلي او فعلي دميوند ولسوالۍ دخوګيانو دکلي اولالا جان مشهورپه تورجان دلعل محمد زوى اصلي او فعلي دميوند ولسوالۍ دبند تيمور دسيمي اوسيدونکي .
يادنيول سوي کسان دحافظ نومي ګروپ پوري اړه درلود ه چې په هلمند ولايت کي دحافظ نومي کس له لوري لالا جان نامي ځانوژونکي بريد ته چمتو سوى وو او غوښتل چي په کندهارښار کي پر امنيتي ځواکونو ځانوژنوکي بريد تر سره کړي.خو د ملي امنيت د ويښو منسوبينو له لوري مخکي له مخکي د موټر بم جوړوني ماهر عصمت الله هم ددوى د اوپراتيفي معلوماتو پر اسا س ونيول سو .
وسله وال ترهګر تل هڅه کوي چي د ترهګريزو کړنو په مرسته خلک ووېروي او افغان ولس ناارام وساتي. خو افغان ملي امنيتي ځواکونه به تل هڅه کوي چي د شپې او ورځي د ولس خدمت وکړي او خپل ولس د وسله والو له ظلمونو خلاص کړي.