تاند، پنجشنبه، د میزان ۴مه: ملي امنیت د هرات د اسلام قلعه بندر ۶ کارمندان د ګمرکي محصول د تښتونې په دوسیه کې د لاس لرلو په تور نیول شو يدي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد تاند ته ومنله چې دا شپږ کارمندان د محصولاتو د فرار په دوه دوسیو کې د لاس لرلو په تور له قوي اسنادو او شواهدو سره نیول شوي دي.

نوموړی وايي، نیول شوي کسان د هرات اسلام قلعه بندل کې د تشریح او پلټنې کارمندان وو چې د میلیونونه افغانۍ محصولاتو په فرار کې یې لاس درلود او اوس یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوې دي.

One thought on “ملي امنیت، د هرات ګمرک ۶ کارمندان د فساد په تور نیولي دي”
  1. ملی امنیت اداره باید ټول ادارو کی چی په دی ۱۹ کالو کی فساد شوی ټول متهمین باید ونیسی او د قانون منګولو ته وسپاری که رښتیا دوی فساد پیشه خلک نیسی که چیرته د بیچاره او بی واسطه زامن نیسی بیا دا انصاف نده

    باید د برشنا شرکت او انرژی وزارت ټول د فساد قضیی وڅیړی او عاملین یی محاکمه کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *