تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۸مه: د ملي امنیت لوی ریاست ادعا کړې چې په ارزګان کې یې ځانګړو ځواکونو د طالبانو د سوق او ادارې تر ټولو لوی مرکز ویجاړ کړی دی.
تاند ته د ملي امنیت په را استولې خبرپاڼه کې راغلي، خاص ارزګان کې یې د طالبانو د ۲۰۰ کسیزې ډلې د مشر ملا بسم الله پر مرکزونو عملیات کړي چې په ترڅ کې یې یوه بي ایم دستګاه او ۱۵ مرمۍ، یو میل دهشکه، څلور میله سپکه وسله، نیم ټن چاودېدونکي توکي، ۶۰ کړۍ ماینونه، ۳۰ لاسی بمونه، ۲۰ فیره د ۸۲ ملي متري توپ مرمۍ او نور تجهیزات هم نیولي دي.
خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې یې د طالبانو شپږ پټنځایونه له منځه وړي دي، خو د تلفاتو په تړاو یې څه نه دي لیکلي.
بلخوا طالبانو هم لا تر اوسه د دغو عملیاتو په تړاو تاند ته څه نه دي ویلي.