تاند، سه شنبه، د دلوې ۸مه: د ننګرهار چارواکي وایي، په جلال اباد کې امنیتي ځواکونو د داعش ډلې د ښاري شبکې مسؤل حیات الله نیولی دی.
د ننګرهاررد والي ویاند عطاالله خوږیاڼی تاند ته وایي، له حیات الله سره یې ملګري ابراهیم، خانزیب، حکمت الله او فرید الله هم نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره د داعش ډلې دغې ښاري شبکې به ډاکټران د تلیفون له لارې ګواښل او د پیسو د نه ورکړې په صورت کې به یې د هغوی کتنځایونو او درمل پلورنځیو ته بمونه اېښودل.
د خوږیاڼي په خبره، ملي امنیت دغه شبکه په جلال اباد کې له یو کس څخه د پیسو اخیستو پر مهال لاس په لاس نیول شوې او خلک یې له شره وژغورل شول.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو داعش ډله د ننګرهار په اطرافو کې له منځه وړې ده خو د ښاري شبکې لخوا یې لا هم ځینې کسان ترور کیږي.