تاند- د افغانستان د ملي امنیت منسوبانو نن /سې شنبه/ یو افغان او درې ترک اتباع، چې د ترکیې د حکومت له لوري مشکوک ول، نیولي دي.

د افغان – ترک د ښوونځیو اداره وايي، نیول شوي کسان په افغان ترک ښوونځیو کې ښوونکي ول او د ترکیې د حکومت له لوري د فتح الله ګولین په ډله پورې تړلي معرفي شوي دي.

د ترکیې حکومت فتح الله ګولین، چې په امریکا کې اوسي، د ترکیې د تېر (۲۰۱۶) کال د جولای د میاشتې په ناکامه کودتا کې په لاس لرلو تورنوي.

په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو ريیس نعمان اردوګان، چې یوه خپلواکه موسسه ده، وايي، هغه چا چې دا درې ښوونکي ونیول ځانونه یې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې غړي معرفي کړل.

افغان – ترک لېسې په کابل، جوزجان، مزارشریف، هرات او کندهار کې فعالیت کوي.

دا لېسې لومړی پلا په ۱۹۹۵ م کال د افغانستان په شمال کې پرانیستل شوې او د افغانستان په کچه تر ټولو بریالي ښوونځي ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *