تاند، جمعه، د عقرب ۱۰مه: د ملي امنیت لوی ریاست وايي، په تېره میزان میاشت کې یې ۶۳۲ عملیات کړي دي چې په ترڅ ک یې نږدې زر تنه ترهګرو ته مرګژوبله اوښتې او ځینې یې ژوندي نیول شوي دي.

 تاند ته په استولې یوه خبرپاڼه کې ملي امنیت وايي، په تېره میزان میاشت کې یې د ټول هېواد په کچه په داعش، القاعدې او طالب وسله والو ۶۳۲ عملیات کړي دي چې په ترڅ کې یې ۲۲۱ وسله وال وژل شوي، ۱۰۴ ژوبل او ۶۴۹ تنه یې ژوندي نیول شوي دي.

 په دې عملیاتو کې د ۴ موټرسایکل او دوه موټر بمونو د خنثی کېدو ادعا هم شوې او په اعلامیه کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو په تېره میاشت کې ۳۹۵ ماینونه او ۳ راکټي بریدونه خنثی کړي دي.

خبرپاڼه په ګډو عملیاتو کې د هند د شبه جزیرې لپاره د القاعدې ډلې د مشر عاصم عمر د وژنې خبره هم را اخیستې چې په موسی قلعه ولسوالۍ کې له خپلو څو ملګرو سره په نښه شو.

 ملي امنیت همدا راز ویلي د وسله والو دوه شبکې یې هم نیولې دي چې یوې یې په سالنګ کې د بریښنا پایې الوځولې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *