تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي پنځه تنه یې د هیواد د ولسمشر د لومړي مرستیال د وژلو لپاره د دسیسې د جوړولو په تور نیولي دي.
ملي امنیت نن /جمعه/ وویل:«ترهګر په کابل او مزارشریف ښارونو کې دوې ورځې مخکې نیول شوي دي.»
ویل شوي چې یوه مشکوک نیول شوي کس شمال ته د مرستیال ولسمشر جنرال عبدالرشید دوستم د سفر په لړ کې پر نوموړي د ځانمرګي برید پلان درلود.
څلور نور په کابل کې نیول شوي دي.
جنرال دوستم روانه اوونۍ د کابل په ختیځ کې له چاودنې وروسته د پېښې ځای ته لاړ او هلته یې وویل چې افغانستان به له وسله والو یاغیانو پاک کړي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې نیول شویو کسانو اقرار کړی چې له افغانستانه دباندې روزل شوي دي.
دا لور موفقيت ملي امنيت ته تبريك وايم لازم ده جه تر ختمه دتحقيق ، دتحقيق نتائج أفشا نه شئي تر خوي نوري ريشي راتولي شي
سلام تولو ته! د امنيت رياست دومره هوشياران شول جه د واقعي د انجام نه مخكى خبريزى؟ نو د كابل د قمنداني ، شكريه باركزى او داسي نورو واقعاتو مخه ولي نه نيسى؟ هر سوك بوهيزى جه د كاسى لاندى نيمكاسه ده؟ دوستم فقط دوه وار د ميديا به مخ ظاهر شو . اوس يي به داسى اوازو ويروى . وسلام،