سید حامد ګیلاني

تاند- د ملي اسلامي محاذ د مشر سید حامد ګیلاني څرګندونې، چې د ډېرو په ذهنونو کې یې شکونه پارولي، د ملي امنیت د ریاست له لوري رد شوې.

حامد ګیلاني، د شنبې په ورځ دقیقاً په داسې حال کې چې امریکا پر پاکستان فشار راوستی چې یا د تروریستانو پناهځایونه بند کړي او یا مرستې پرې بندوي، وویل چې د طالبانو اکثره مشران اوس په افغانستان کې اوسي.

دې ته ورته ادعاوې یو شمېر پاکستاني چارواکي کوي.

د سید حامد ګیلاني دا څرګندونې، چې د نورو پخوانیو جهادي تنظیمونو په شان یې له پاکستان سره پر پټو او ښکاره اړیکو ډېر افغانان مشکوک دي، د افغانستان د ملي امنیت د ریاست له لوري غیرمسوولانه وبلل شوې.

د ملي امنیت ریاست نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي ګیلاني خبرې وغندلې، ویې ویل:

«د طالبانو مشران د ډیورند کرښې پورې غاړه د پاکستان په لویو ښارونو کې اوسي او اوس نړیواله ټولنه هم دا حقیقت مني.»

حامد ګیلاني د شنبې په ورځ وویل چې اکثره طالب مشران په افغانستاان کې اوسي او هغوی غواړي چې سوله وکړي.

ګیلاني دغه راز وویل، د بین الافغاني سولې لپاره د مخورو قومي مشرانو او دیني عالمانو یو ترکیبي کمیسیون جوړوي.

ده همداراز وویل، د دې لپاره چې د طالبانو د مشرانو اکثریت په افغانستان کې دی د سولې د خبرو لپاره فرصت برابر شوی نو پر حکومت او طالبانو ږغ کوي چې سوله وکړي.

ملي اسلامي محاذ پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن به ولس ته یو ښه زېری ورکړي. په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې دا ښه خبر به په یوه غونډه کې اعلان کړي.

7 thoughts on “ملي امنیت د حامد ګیلاني څرګندونې وغندلې”
  1. غندل موږ هم کولای شوو، ملي امنیت باید د پنجابي پير سم غم خوړلی وی. دا کلیشه ای بیانونه هسې تشې خبرې دي

  2. د پاکستان بړیڅي او تنخوا خواره وخت ناوخته ځان ښکاره کوي او د هیواد د ملي منافعو او ملي مواقفو ضد څرګندونې کوي . ډیره بده خبره داده چې اوس د هیواد د ملي منافعو سره مقابله او ضد ملي څرګندونې مود ګرځیدلای یعنې دووسي په سیالۍ شوې !!! اکثره هغه کسان چې ځانونه (خود سازه) رهبران او سیاسی لډران (بخښنه غواړم د -ي- توري کار ور نه کړ) ګڼي د هیواد ملي منافع نه پیژنې او نه هم د سیاسي مخالفت او د ملي منافعو تر منځ کوم سرحد پیژني فکر کوی چې د حکومت سره په هره ساحه کې تقابل دده سیاسي شخصیت لوړوي او اکثره داسي څه وایي چې تر شا لاس یي له ورایه بریخي او معلومیږي چې چا پړسولی دی .

  3. :دا فریادونه ولی نه اورېدل کیږی چه
    .انګرېز زموږ په مامِله کی تر توره خطه ګوتی را منډلی دی

  4. نور افغانان پدې پوهېدلي چې د دین او اسلام دا تجاران نور ناچله شوي او دوی مجبور دي چې خپل بادارانو ته خپل صداقت او سپي توب ثابت کړي.

  5. افغان ملته خبر دار شئ- ۍپینو جامو کی انګریزان راغلی دینه
    خلقیانو ویل چا نه منله-اوس دی ملت ورته کوی خپل اتڼونه
    ملا سید د بلا ورور وی-اوس ورته ګوره ګیلانی مو ویروینه

  6. The worst adverse affect of these foreign political Agents are as follows:

    1. They are mesmerizing large groups of Afghans and as such blocking their mind from ever reaching analytical thinking.
    2. They are claiming genetic superiority than the rest of all Afghans combined and as such enforce the mentality and relationship of a master to servants.
    3. worst of all, their claim of superiority is based on bloodline and as such the misery they cause is long term and in fact open ended.

    Therefore, the people of Afghanistan have really two choices: Either take so called Peer hand off of your throat or live in stone age for ever.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *