تاند، یکشنبه، د حمل ۲۴مه: ملي امنیت عمومي ریاست وايي، افغانستان لپاره د داعش ډلې د خراسان د والي اسلم فاروقي تر نیولو وروسته یې اوس د دغې ډلې یو بل بنګله دېشی مشر محمد تنویر او پاکستانی مشر علي محمد هم نیولی دی.
د ملي امنیت په خبره دغه دواړه کسان د اسلم فاروقي خاص خلک وو.
محمد تنویر چې د عمران، احمد او نصیر په نومونو پېژندل شوی، د بنګله دیش اوسېدونکی د پلار نوم یې محمد توفیق او د داعش خراسان ډلې د ټکنالوژۍ او مخابراتو د څانګې مشر و.
ملي امنیت وايي، دغه کس داعش ته له جذبېدو وروسته د عیسی په نوم له یو پاکستاني پنجابي سره په پنجاب کې یو ځای نظامي زده کړې کړې دي.
ملي امنیت وايي، محمد تنویر به د داعش مشرانو لپاره د ټکنالوژۍ څخه په استفاده د محرمو ټلیفوني اړیکو اسانتیا برابروله او همدا راز یې داعش لپاره د ټکنالوژۍ په مرسته د بهرنیو جنګیالیو د جذب زمینه سازي هم کوله.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ملي امنیت ځواکونو یوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې په کندهار کې یې د داعش ډلې د خراسان والي پاکستاني نژاده اسلم فاروقي له ۱۹ نورو کسانو سره نیولی دی.
اسلم فاروقي افغان حکومت ته له پاکستان سره د داعش ډلې له اړیکو پرده پورته کړې او پاکستان یې د ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده، خو افغان حکومت یې دا غوښتنه رد کړې ده.
ان شآءالله چی د ظالمانو او د آی-اس—آی د اجرتی قاتلانو ډلی نور مخ په ماتیدو دی،خو دعا به کوو چی ټغر یی له منطقی ژر ټول او ګاونډیو ته آرام ژوند ورپه برخه شی.
واقى ده امرعبدالرحمان خان ضرورت دى که هغه ده افغانستان وى او پنجابى ارانى روسى او ىا عرب وى پانسى کړى .ده حکومت rit په سوال نه رازى.افغان حکومت دى نور ګپ بند ګړى.ده لرى پختونخوانه
ښاغلي رحمانه سلام
داسي ليکل وکړه چه ويونکي يي ورباندي پوه شي کنه له د بابولالو لاس واخله
سرمست صاحب وعلېكم سلام ده پختو لېكل ډېر خه ندى كوشش كوم چه خه شى مونږ ټول درس په انګرېزى او اردو كښى وېلى دى نو چه كله ده ېو ټكى په پختو معنۍ نشم نوانګرېزى ټكى رانه پكى استعمال شى نو بس لېكل ګډ وډشى نو په۔ معذرت كوم.مننه زما مطلب داوو چه كم از كم ېو څو بهرنى دهشت ګرد پانسى كړى چه عبرت واخلى