تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن وویل چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ د طالبانو په حمله کې د پاکستان د استخباراتو یوه مامور مرسته کړې ده.
د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویندوی حسیب صدیقي ن وویل، د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) یوه مامور د حقاني له شبکې سره د ولسي جرګې پر ودانۍ په حمله کېئ مرسته کړې ده.
په دې برید کې دوه ملکیان ووژل شول او تر ۳۰ زیات نور ژوبل شول.
حسیب صدیقي د آی ایس د دغه مامور نوم بلال وښود. د نوموړي تخلص ته یې اشاره ونه کړه.
صدیقي وايي، هغه موټر چې انتحاري چاودنه پرې وشوه، په پېښور کې جوړ شوی و.
ده وویل چې افغان چارواکي د جون په لسمه (۱۲ ورځې وړاندې) له حملې خبر ول او په دې خاطر یې ملي شورا ته اضافي ځواکونه لېږلي ول.
صدیقي وايي چې پر ولسي جرګې د حملې پلان په پېښور کې مولوي شېرین، چې د حقاني شبکې غړی دی، د آی ایس آی د افسر بلال په مرسته جوړ کړی و.
پاکستان د افغانستان پر ولسي جرګې حمله غندلې ده. او یو شمېر پاکستاني رسنیو په دې حمله کې د هند استخباراتي اداره (را) لاس لرلو تورنه کړې ده.
پاکستان د افغانستان د ملي امنیت د دې تور په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کې بهتره شوي خو د ملي شورا د ودانۍ په حمله کې د پاکستان رول کېدای شي د دواړو هیوادونو اړیکې یو ځل بیا خړپړې کړي.
حیران دی ته یمه چی د پاکستان ده استخباراتي اداری ای اس ای، یو مامور هم کولای شی زموژ په پارلمان حملی ته لاره همواره کړی او دومره لاره او معلومات لری
#دحیرانتیا خبره ده
دا امنیت ملی درواغ وایی. خمله په داحل کی د نظار شورا د اوباشانو لخوا پلان شوی ده. آیا آی ایس آی دومره جاهل دی چه د بمی چاودنی لپاره موټر په پیښور کی جوړوي. او بله دا چه له پیښوره تر کابله د ای ایس ای بمی موټر راځی او دا امنیت ملی یی نه شی نیولي. په دی خبر ملی امنیت خپل ځانته توهین کوي.
ههههههههههههه ازبرای خدای، نو بیا دوی تفاهم لیک څنګه امضا کړی او په کوم سترګو له ای اس ای سره د تفاهملیک دفاع کوي؟ غني ولې ټول ولس له ځانه په دې خپه کړی، چې له ای اس ای سره یې تفاهم لیک لاسلیک کړی؟ دا خو بیخي ریشخند شو ولا
Shame on u having so much information but again you let them knock at your door!
سمسور آغا! چطور از پاکستان دفاع میکنی، نی که در پشاور شناخت کارت پاکستانی در جیب داری. اگر شورای نظار میبود انتحار کننده اش چهره برادر تو را نمی داشت.