تاند، سه شنبه، د میزان ۱۶ مه:
د ملي امنیت عمومي ریاست تایید کړل چې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې يې د روانې میزان میاشتې په لومړۍ نېټه د عملیاتو پر مهال د هند لپاره د القاعده شبکې پاکستانی مشر او له یمن الظواهري سره د اړیکو ټینګوونکی عاصم عمر له څوو نورو مهمو قوماندانانو سره وژلی دی.
د ملي امنیت عمومي ریاست خبرپاڼه کاږي، هغه عملیات چې د تلې میاشتې په لومړۍ نېټه د طالبانو پر یوه مرکز د شپې لخوا ترسره شول، د عمر سربېره د القاعده شبکې ځینې نور مهم کسان هم په کې وژل شوي دي چې اکثریت یې پاکستانیان وو.
خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو سره د القاعده شبکې یوه قوي کړۍ له منځه یوړل شوه.