تاند: د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند کجکۍ ولسوالۍ کې د طالبانو د وسلو او مهماتو تر ټولو ستره زیرمه کشف کړې ده.
ملي امنیت نن چهار شنبه تاند ته استولې خبرپاڼه کې ویلي، د ا عملیات ګندمریز سیمه کې کجکي لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال محمد خان پسې کړي دي چې په ترڅ کې یې ۲۱ زره کېلوګرامه چاودېدونکي توکي، یو راکټ، ۴ میله ۳۰۳ بر وسله، یو میل کلاشینکوف، ۵۰ فیره هاوان مرمۍ، ۳۰۰ فیره د راکټ مرمۍ، دوه کړۍ پرسونل ضد ماینونه، دوه پایې ایکم مخابرې او ۱۵۰ زره وړې او غټې مرمۍ هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ملي امنیت اداره ادعا کوي چې دغو عملیاتو کې د طالبانو ۷ کسان هم وژل شوي.
بلخوا طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
