د ملي امنیت ویندوی عبدالحسیب صدیقي

تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست په هیواد کې پر فېسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو د احتمالي بندیز اوازې رد کړې.
د ملي امنیت د ریاست ویندوی حسیب صدیقي په دې اړه خپرې شوې اوازې رد کړې، ویې ویل چې د افغانستان استخبارات به هیڅکله خلک له ټولنیزو رسنیو راونه ګرځوي ځکه چې ویبپاڼې او ټولنیزې رسنۍ له عامه پوهاوي او د معلوماتو له خپراوي سره مرسته کوي.

صدیقي په عین حال کې وویل چې ځیني کسان د هیواد له منځه او بهره د ملي یووالي، او د امنیتي ځواکونو په شمول د ملي ارزښتونو خلاف منفي تبلیغات کوي.

ده دا هم وویل چې دا ډول افراد د افغانستان د دښمنانو په ګټه د افغانانو په منځ کې د وېرې او ترهې د خپرولو هڅه کوي خو خلک باید د دا ډول کسانو د تبلیغاتو د خپرېدو وسیله ونه ګرځي.

د ملي امنیت د ریاست ویندوی خبرداری ورکړ، ټول هغه کسان او ډلې به چې د هیواد پر ضد کار کوي او د افغانستان د دښمنانو په ګټه تبلیغات کوي وپېژندل شي او له قوانینو سره سم به تعقیب شي.

د چهارشنبې په ورځ په کابل کې اوازه خپره شوه چې حکومت د هغو منفي تبلیغاتو د مخنیوي لپاره چې د کندوز له نیول کېدو وروسته په فېسبوک او ځینو ویبپاڼو کې د دولت او امنیتي ځواکونو خلاف زیات شوي دي، موقتاً فېسبوک او یو شمېر ویبپاڼې بندوي.

یو شمېر کتونکي د ځینو مخربو ویبپاڼو، چې د افغانستان د ملي ګټو خلاف او د ګاونډیو په ګټه کار کوي، د بندېدو پلویتوب کوي خو یو شمېر نور بیا وايي چې دا کار د بیان ازادۍ ته ممکن زیان واړوي.

2 thoughts on “ملي امنیت د ټولنیزو رسنیو او ویبپاڼو د بندولو اوازه رد کړه”
  1. ههههههههه
    حقیقت تریخ وی
    چه په میدان یی مقابله نسی کولای دفیس بوک بندول به درته چندانی فایده ونکری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *