د ملي امنیت د ځآنګړو ځواکونو قطعې نن د کابل په بګرامیو کې یو هینو موټر نیولی چې ۲۵۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي پکې ځای پرځای شوي وو.
دوی وايي، موټر کې ساختماني توکي بار وو، خو تر لاندې یې دا مقدار چاودېدونکي توکي په ډیر ماهرانه ډول ځای پرځای کړي وو.
وسله والو مخالفنیو غوښتل دا مواد د کابل ښار مینځ ته انتقال کړي او د ماینونو او موټربمونو په جوړولو کې ورڅخه استفاده وکړي.
ملي امنیت وايي، ددې پیښې په تړاو یې درې کسان
خواني د عین الله زوی
اول خان د ګلاجان زوی
او محمد ګل د سنګین زوی نیولي دي.
پرون هم افغان ځواکونو یوټن چاودېدونکي توکي په کابل کې ونیول، چې په خلتو کې ځای پرځای شوي وو او د یوې خطرناکې انتحاري حملې لپاره چمتو کېدل، وروسته له غرمې پولیسو هغه مواد د کابل په دهسبز کې خنثا کړل.