تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن /شنبه/ وویل چې د کابل ښار د یوه جومات امام یې اسلامي دولت یا داعش ډلې ته د خلکو د جذبولو په تور نیولی دی.
د ملي امنیت د ریاست له خبرپاڼې سره سم، د شیخ محمدیانو د جامع جومات امام ابو عبیدالله متوکل د کابل په ۵ ناحیه کې د ملي امنیت د ځواکونو له لوري ونیول شو.
ویل شوي چې نوموړي سلګونه تنه ځوانان د داعش سختدریځې ډلې ته جذب کړي او بیا یې ننګرهار ته لېږلي دي.
د ملي امنیت ریاست وايي چې د دغه ملا ۱۶ شاګردان، چې د داعش غړیتوب یې ترلاسه کړی وو، د کابل په بېلابېلو برخو کې د تروریستي او حکومت ضد فعالیتونو په خاطر نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې دوی د شیخ عبیدالله متوکل له لوري داعش ته جذب شوي وو.
د دغه ملا زوی احمدالله تېر کال له داعش سره ملګری شو او په ننګرهار کې تروریستي فعالیتونه کوي.
د ملا متوکل وراره اسدالله، چې له دعش سره یوځای شو و، دوې میاشتې پخوا په کابل کې انتحاري حمله وکړه.