تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: د کابل د ودونو له شاوخوا سلو زیاتو هوټلونو کې تر نامعلومې مودې پورې د ودونو مراسم بند شول او دروازې یې وتړل شوې.
په کابل ښار کې د ګڼو سالونونو خاوندانو ویلي، چې دوی ته د ملي امنیت لخوا مکتوبونه استول شوي یا یې ترې کسانو غوښتي دي چې تر ثاني امره پورې دې په خپلو هوټلونو کې د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي له کبله مراسم نه ترسره کوي.
په کابل کې د ودونو د تالارونو د خاوندانو ټولنه وايي، دا وار دوی ته متوجه ګواښونه بې ساري دي او د ملي امنیت لخوا د ورکړیو پیغامونو له کبله مجبور شوي دي چې خپلې دروازې وتړي.
د دې ټولنې مرستیال عبدالسمیع وايي، دوی نه شي کولی چې پر هوټلونو پانګونه وکړي او بیا یې حکومت امنیت ونه شي نیولی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه شپږمه ناحیه کې پر یو هوټل د واده مراسمو کې ځانمرګي برید ۶۳ ملکیان ووژل او ۱۸۳ نور یې ټپيان کړل.