تاند، جمعه د چنګاښ ۲۸مه: د ملي امنیت لوی ریاست ادعا کړې ده چې د کندهار پر امنیه قومندانۍ برید د پاکستان تر ولکې لاندې له ډیورنډ ها غاړه چمن سیمه کې پلان شوی و.

 ملي امنیت ریاست تاند ته په را استولې یوه خبرپاڼه کې ویلي، داسې اسناد لري چې ښيي د کندهار بریدګرو ته له چمن سیمې څخه د عملیاتو پر مهال رهبري ورکول کېده.

 خبرپاڼه تاند ته په استولیو غږیزو اسنادو استدلال کړی چې د برید طراح ملا اغا نومېده او له پاکستانه یې په ټلفون د بریدګرو سوق او اداره کوله.

بلخوا طالبانو د ملي امنیت ادعا رد کړې او وایي، ټول بریدونه هیواد کې پلانوي.

 د کندهار پر امنیه قومندانۍ پروني ۱۲ کسان ووژل او له سلو زیات ملکیان، ښځې، نارینه او ماشومان یې ټپیان کړل.

دا د سولې د هلو ځلو له چټکتیا سره د طالبانو د کابل، غزني، بادغیس نه وروسته څلورم لوی برید دی چې په پراخه کچه ملکیان په کې په تلفات ویني.

سیاسي شنونکي وايي، طالبان غواړي امریکا سره د خبرو پر میز د ملکیانو د زیاتې وینې تویونې له کبله زیات امتیازات ترلاسه کړي.

One thought on “ملي امنیت: د کندهار برید، له چمنه رهبري کېده”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *