تاند، شنبه، د عقرب ۱۸مه: افغان ملي امنیت ځواکونو د کندهار ولایت، د دامان ولسوالۍ د مندحصار کلي په یو جومات کې د طالبانو د وسلو لویه زېرمه کشف کړې ده.

 د کندهار د والي له دفتر څخه تاندته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه زېرمتون کې ګڼې درنې او سپکې وسلې موندل شوي چې په تړاو یې د جومات ملا امام او ورسره دوه کسان لاس په لاس نیول شوي دي.

 د جومات د وسلو په دغه زېرمتون کې ۳۰ د هاوان مرمۍ، ۱۲ ماینونه، ۱۵۰ پلتې سي فور باروت، د کلاشینکوف ۲۵۰ مرمۍ، د پیکا ۷۰ مرمۍ، ۲۰ توغندي او د ماین جوړونې لویه اندازه وسایل نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار افغان ځواکونو د کندوز په علي اباد کې هم د طالبانو د وسلو لویه زېرمه کشف کړې وه.

خو طالبانو د دواړو زېرمتونونو له لاسه د وتو په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *