تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په کندهار کې یې یوه ۱۹ کسیزه ترهګره ډله مخکې تر دې نیولې چې په دغه ولایت کې تروریستي برید وکړي.

د ملي امنیت ریاست، نن /سې شنبه/ په یوه خپرپاڼه کې ادعا کړې چې له نیول شویو کسانو سره ۷ تومانچې، ۲۰۰ کیلو چاودېدونکي مواد، دوه موټرونه او یو شمېر مهمات موندل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پرون هم د یوه ۱۷ کلن زلمکي د نیول کېدو خبره کړې وه او ویلي یې و چې دغه ځوانکي غوښتل چې په کابل ښار کې انتحاري برید وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *