سه شنبه، د لیندۍ ۱۹ مه، کابل
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، کابل کې د جاپان له سفیر میټسوجي سوزوکا سره وکتل.
لیدنه کې ملي امنیت سلاکار وویل، ډاکټر ناکامورا خپل زیات عمر د افغانستان خلکو ته په خدمت کې تېر کړ، چې نشتون یې افغانانو او حکومت لپاره لویه ضایع بلل کېږي او د افغانستان خلک د هغه د مرګ د خبر اورېدو سخت خواشیني کړل.
ښاغلي میټسوجسي د افغانستان د خلکو او حکومت د خواخوږۍ قدر داني وکړه وې ویل، چې هېواد به یې هڅه وکړي تر څو د ډاکټر ناکامورا نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
ډاکټر حمدالله محب وویل، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به ډېر ژر د ډاکټر ناکامورا قاتلین تر پېژندلو وروسته ونیسي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې معرفي کړي.
هغه څرګنده کړه، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټولو بهرنیو وګړیو او ډیپلماټانو د امنیت تامین مسوولیت لري او هغوی به هڅه وکړي چې دې چارې ته خپله پاملرنه لا زیاته کړي.