محمد همدرد
د افغانستان په سیاست کې یو وخت داسې یو فکر حاکم وو، کله چې علي حضرت محمد ظاهرشاه بابا جلا وطنه وو،  ټولو وطنوالو  نوموړی بابا د مملکت د چارو لپاره مناسب شخص بللو.
کله چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته واګي وسپارل سوه، د هغه دوره چې پای ته ورسیده خلکو بیا د بدیل خبره کوله،  بیا اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني د مملکت واګي په لاس کې واخیسته.
د حامد کرزي او ولسمشر محمد اشرف غني په دوره کې د زړو څهرو تر څنګ نويو او ځوانو څهرو ته هم مسؤلیتونه وسپارل سوه،  په دی کې ځینو ځوانانو خپلې وړتیاوې وښودلې،  خو ځینو بیا د ګذارې او فقط د خپل موقف د ساتلو ماموریت وکړ.
دا ډېر اوږد بحث دی،  زه غواړم چې یواځې د هغه ځوان په مسولیت وغږېږم چې په نوو ځوانو سیاسیونو کې تر هر چا مسولیت ډېر دی،  پر ښاغلي حمد الله محب مې خبره  کوله!
چې اوس د افغانستان د ملي امنیت د شورأ ریئس دی،  تر دې مخکې یې هم مسولیت لوی وو،  د داسې یو هیواد سفیر وو چې د هغه هیواد سره موږ تر ټولو ستراتيژیکه او ګډ مسولیتوته لرو.
زه نه غواړم چې دلته د ښاغلي محب پر بریالي او غیرې بریالي ماموریت وغږیږم ځکه دا هر څه به وخت ثابتوي، زما اصلي هدف او نوموړي ته مې د ورور په حیث مشوره دا ده  چې د ملي امنیت شورأ په هیواد کې ډېر لوی او ملي مسولیت لري، د هیواد سیاست باید د همدغې ادارې څخه رهبري سي.
دلته ځینې خبرې داسې دي چې هغه باید وویل سي، خو ځینې خبرې باید دلته وساتل سي!
زموږ په هیواد کې لویه ستونزه چې هغه ملي ګټو ته نه تعریف دی،  د دې لپاره باید یوه خاصه طرحه جوړه سي او د هیواد ملي ګټې پکې باید تعریف سي.
زه دا نه وایم چې د دې لپاره به کار نه وي سوی،  خو که کار سوی دی د پلان او ستراتیژئ له مخې کار ندی سوی او که هم سوی دی ، نو هغه د فردي احساس له مخې سوی دی.
 د دې لپاره باید د علمي، ملي ، اکاډمیکو شخصیتونو څخه شورأ رامنځ ته سي.
ټولې هغه کړنې باید وڅارل سي،  هر هغه څوک چې د هیواد ملي ګټې تخریبوي هغه هم باید تعریف سي ، ولسواکي،  د بیان ازادي،  خارجي سیاست د نړې د هیوادونو سره د هغوی ګټې باید د افغانستان په ملي ګټو کې رامنځ ته سي،  د بیان ازادۍ او ولسواکۍ د رشد تګلاره جوړه سي!
خو وو د بیان د ازادۍ او مدني فعالیت د مقدس اواز نه باید ناوړه ګټه پورته نسي.
 موږ یې ځیني مثالونه لرو!
مثلاً د قانون شکن ، مجرم او غاصب لپاره  ځينې مظاهرې وسوې چې دا خپله د دې مانا لري چې دلته موږ تعریف نلرو.
دوهم مثال:  د افوزیوسیون لپاره هم تعریف نلرو،  ځیني سیاسیون مو چې په واک کې وي د حالاتو څخه یواځې مثبت انعکاس ورکوي،  کله چې له واکه لرې سي او یا په حکومت کې دخیل  نه وي بیا یې تحلیلو نه ټول منفي وي،  پر ځينو لاسته راوړنو هم سترګې پټوي او په حکومت کې هم دغه ستونزه سته چې د سالم نقد ویونکي ته هم د مخالف په سترګه ګوري، ځکه چې دا لویه ستونزه.
بل مثال:  یو څوک د افغانستان وجود نه مني هغه ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماندوي،  دلته د ملت سره سوالونه راپیدا کیږي،  هغه اداره چې افغانستان د ملي ګټو د دفاع اداره ده ، هغه ولې غلې ده،  دا صحیح خبره ده چې په هیواد کې ناخوالې او مشکلات ډير دي،  خو تر څو چې مو د هیواد د  ملي ګټو د تقویې لپاره هڅه نه وي کړې،  موږ به د ناخوالو څخه نه خلاصیږو.
د ملي ګټو تعریف باید د اساسي قانون په رڼا کې جوړ او د دې تر څنګ په سیاسي ګوندونو او په ټولو سیاسي او مدني بنسټونو تصویب سي.
 په پای کې خبره دا ده، هم باید د دې لپاره کار وسي او هم باید د شعار نه را بهر شو او عملي قدمونه پیل کړو.
په درنښت
One thought on “ملي امنیت شورأ او ملي مسؤلیتونه | سردار محمد همدرد”
  1. سلام
    د سیاست نہ د ماشو مانو لوبہ جورہ شو ی دہ دامر اللھ ، نبیل ، او معلم عطا محمد پیغامو نہ پر لہ پسی د طلوع لہ چینل را خرگند ی شول ۔ خینو کسانو تہ بیا لنگہ غوا دہ
    دیر مجھول او پاسیف خلک کی رابر سیرہ شول ستارہ افغان د یو تیوب بی شمیرہ اتنونہ ھم پسی راووتل کلہ چی خپلی گتی وی ھرخہ کولی شو خو کلہ چی د سولی ،ملت او ولس خبرہ وی بیا د پلمو او بھانو گذارونہ گورہ
    چا سرہ محاسبہ وکرو د چا کلمہ تولو مسولو تہ اوری
    د غلو کاروان اوس نیم شوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *